د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو د حقونو په اړه ژمنې ماتوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د چارو کمیشنره میشل بچلیټ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د چارو کمیشنره میشل بچلیټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د چارو مشرې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) په افغانستان کې د اعتراض کوونکو په وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او غچ اخیستونکې وژنې چې ادعا یې کیږي، وغندلې. ​ هغې وویل چې طالبان د ښځو د حقونو او ټول شمولیت په هکله خپلې ژمنې ماتوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان رئیسې میشل بچلیټ وویل داسې «باوري تورونه» شته چې د [افغانستان] امنیتي ځواکونو پخواني غړي وژل شوي او ځینې کسان چې پخواني حکومت ته یې کار کاوه بندیان او وروسته یې «مړي موندل شوي» دي.

آغلې بچلیټ همداشان د طالبانو له لورې د پخوانیو چارواکو کور په کور لټون، د مدني ټولنې په ډلو باندې بریدونو او «د اعراض کوونکو او ژورنالستانو په وړاندې مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي» یادونه وکړه.

میشل بچلیټ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې نوموړې د طالبانو «په کابینه کې د ټول شمولیت د نشتون، د ښځو او د یو شمیر غیر پښتنو د نه موجودیت» په خاطر ناخوښه ده.

طالبانو تیره اونۍ خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ټول سرپرست وزیران نارینه او د طالبانو د ډلې او د حقاني د شبکې غړي دي. د حقاني شبکه چې د طالبانو تر ټولو سخت دریځه ډله ده په افغانستان کې په مرګونو او ویجاړونکو بریدونو په کولو مشهوره ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې په افغانستان کې د شرایطو د څار لپاره یو «اختصاصي میکانیزم» رامنځته کړي تر څو د سرغړونو په وړاندې د حساب ورکونې ضمانت وشي.

د بشري حقونو ډلو او یو شمیر هیوادونو هم هیله څرګنده کړې چې د بشري حقونو شورا غونډه چې د اکتوبر تر اتمې پورې دوام کوي د تیرې میاشتې د ځانګړې غونډې په پرتله به پدې برخه کې مخ په وړاندې ولاړ شي. تیره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ونشو کړای چې په دغه هیواد [افغانستان] کې د سرغړونو په اړه د نړیوالو پلټنو د ترسره کولو سپارښتنه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د جدي څارنې ملاتړ کوي.

ښاغلي ماس وویل: «مونږ له طالبانو غواړو چې اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو حقونو ته.» هغه ټینګار وکړ چې دا کار به په راتلونکې کې د [افغانستان] سره د راتلونکې اشتغال او مرستو «محک» وي.

XS
SM
MD
LG