د لاس رسي وړ اتصالات

تر یوې اونۍ جګړې وروسته طالبانو کران او منجان ونیول ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

تر شاوخوا یوې اونۍ جګړې وروسته وسله والو طالبانو نن سهار د بدخشان کران منجان ولسوالي ونیوله.

طالبانو څو ورځې مخکې هم د خپلو پراخو بریدونو په ترڅ کې د دغه ولسوالۍ ځینې امنیتي پوستې او تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راوستي و.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري د یاد خبر په تائید سره نن چهارشنبه د «زمري میاشتې پر ۲مه» امریکا غږ ته وویل:"بدبختانه تېره ورځ د کران سیمه طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستل، او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ یې ونیول، نن شپه طالبانو مخابراتي شبکې بندې کړي دي، اوس له ولسوالۍ سره زموږ اړیکه پرې ده، له سهار راهیسې معلومه نه ده چې په دغه ولسوالۍ کې وضعیت څه ډول دی، طالبانو نن شپه پلان درلود چې پر منجان باندې هم حملې وکړي."

نوموړي زیاته کړه چې په دغه ولسوالۍ کې د تېرې یوې اونۍ په مخامخ جګړې او هوايي بریدونو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي، خو زیاته یې کړه چې د افغان سرتېرو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

طالبانو هم د یادې ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ د ۳۷ افغان سرتېرو د تسلمېدو ادعا کړې ده.

پر همدې مهال د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی ناجي نظري وايي، چې د دغه ولسوالۍ تر سقوط وروسته ۸۰ تنه سیمه ییز پاڅونوال هم له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

هغه وویل:"کران منجان یوه اونۍ مخکې سقوط کړی و، نن سهار یې په کامله توګه د طالبانو لاسته ولوېدل، طالبانو لومړی د لاجوردو پر کان برید وکړ او هغه یې ونیوی، او وروسته یې د دغه ولسوالۍ پر نورو برخو برید وکړ، ټولې سیمې ونیولې، د دغه ولسوالۍ له سقوط سره د بدخشان مرکز فیض اباد ته هم د طالبانو ګواښ نژدې شو، چې پنجشیر او نورستان ته ګواښ پيښېدلی شي."

کران منجان د بدخشان له مرکز څخه په ۱۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د افغانستان د لاجوردو لوی کان پکې پروت دی.

XS
SM
MD
LG