د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغان رسنیو محتویات بدل کړي


طالبانو نجونو او ښځو ته ویلي چې د خپرونو په مهال وېښته او سر پټ کړي
طالبانو نجونو او ښځو ته ویلي چې د خپرونو په مهال وېښته او سر پټ کړي

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او بیا یې د حکومت د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایات» وزارت د افغانستان د رسنیو او په خاص ډول تلویزیونو لپاره نوي مقررات وټاکل.

په دغو مقرراتو کې له ټولو رسنیو څخه غوښتل شوي چې خپلې خپرونې د «اسلامي ‌اصولو» سره برابرې کړي او «د شرعیت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف» فلمونه نه خپروي.

همدغه راز ویل شوي دي: «هغه بهرني ‌او داخلي فلمونه چې د پردیو کلتور او عنعنات په افغانې ټولنه کې خپروي ‌او د ټولنې د بد اخلاقۍ سبب ګرځي باید نشر نه کړي.» د افغانستان په خصوصي‌ تلویزیونونو کې د ځینو نورو هېوادونو تر څنګ د پاکستان، ترکیې، ایران او هند فلمونه او ډرامې خپریږي.

تلویزونونو ته د طالبانو د امربالمعروف وزارت په نویو مقرراتو کې دا هم ویل شوي دي چې په خپلو «تفریحي ‌پروګروامونو کې باید چاته سپکاوی» ونکړي. همدغه راز طالبان وايي چې د «نارینه وو داسې فلمونه دې هم نه خپروي چې عورت یې په کې بربنډ» وي.

د «۱تلویزیون» پروډیوسر هادي سحر امریکا غږ ته وویل: «د اسلامي‌ امارات چارواکو له موږ وغوښتل چې د ټولو سریالونو خپرول بند کړو. موږ اوس یوازې ایراني سریالونه خپروو.» هغه وايي چې طالبان فکر کوي چې ایراني‌ سریالونو کې حجاب په پام کې نیول شوی دی.

پخوا به په تلویزیونونو کې د موسیقۍ ژوندۍ خپرونې وې چې اوس نشته او د طالبانو له راتګ شپږ میاشتې وروسته اکثره داخلي شبکو کې دا ډول تفریحي خپرونې بندې شوې دي.

اوس اکثریت شبکې هڅه کوي اسلامي خپرونې تولید کړي چې د طالبانو لارښوونې په پام کې ونیول شوي.

یو شمېر خبریالانو ویلي دي چې په خبرونو کې «سانسور» اوس عادي بلل کېږي. د طالبانو په حکومت کې خبریالان پر حکومت او یا د هغوی پر کړنو باندې د انتقاد جرآت نلري، پداسې حال کې چې په تیر حکومت کې ټولو تلویزیوني شبکو انتقادي خپرونې درلودلي.

ښځینه خبریالانې اوس د ځانګړو ستونزو سره مخامخ دي. د طلوع نیوز خبریالې فخریه رادفر، امریکاغږ ته وویل: "پخوا مونږ اجازه درلودله چې هر چیرته په ازاده توګه د راپور جوړولو لپاره لاړې شو. خو اوس داسې ندي. د مثال په توګه یو شمیر وزارتونه او دفترونه ښځو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي."

د تلویزیوني خپرونو ښځینه چلوونکې همداشان وایي چې طالبانو هغوی ته ویلي چې خپله ظاهري بڼه بدله کړي او حجاب واغوندي.

د تلویزیوني خپرونو چلونکې ثنا امیري وویل: "د طالبانو د راتګ وروسته ښځینه خبریالانې باید خپل ویښتان پټ کړي. پخوا هم مونږ ټکری پر سر کاوه خو دومره سختي نه وه. اوس باید خپل لبان په بشپړه توګه بدل کړو ځکه هغوی (طالبان) په واک کې دي."

خو بیا هم داسې ښکاري چې طالبانو خلکو ته وخت ورکوي چې د دوی له قوانینو سره ځان برابر کړي. یو شمیر تلویزیوني او رادیویي شبکې اوس هم موسیقي خپروي، خو بیا هم د پخوا په پرتله د طالبانو له ویرې موسیقي کمه خپروي.

یو شمیر بهرني تفریحي خپرونې چې ښځې په کې له تکري پرته لیدل کیږي لاهم د یو شمیر تلویزیوني شبکو له لارې خپریږي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو په دوهم ځلي واکمن کیدو سره زیات شمیر هنرمندان او خبریالان له افغانستان څخه وتلي دي. د بهرنیو مرستو په قطع کیدو سره دغه شبکې د مالي ستونزو او محدودی تونو سره مخامخ دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د سروی له مخې په افغانستان کې څه دپاسه ۳۰۰ رسنۍ د مالي مشکلاتو او د طالبانو د محدودیتونو په وجه تړل شوي دي. د رسنیو په زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي چې ۷۰ فیصده یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG