د لاس رسي وړ اتصالات

چین: طالبانو د اسلامي غورځنګ د مخنیوي لیکلې ژمنه کړې


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند​​ وانګ وینبین
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند​​ وانګ وینبین

چین وايي،‌ د طالبانو حکومت دوی ته لیکلی سند ورکړی چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ به د چین پر ضد د افغانستان خاوره نه کاروي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوايي ۲۰) رسنیو ته ویلي چې دا پرېکړه د مۍ په شپږمه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې شوې ده.

وانګ وینبین ددې غونډې د پای د ګډې اعلامیې په اړه وویل: "دا لومړنی څو اړخیز سند دی چې د افغانستان د موقت حکومت په ګډون خپریږي او همدارنګه لومړی ځل دی چې افغان طالبان په لیکلې بڼه ژمنه کوي چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو تروریستي اعمالو او فعالیتونو ته به اجازه نه ورکوي."

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا د چین او افغانستان په اړیکو او په سيمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او امنيتي همکارۍ کې "مهم ګام" بللی او زیاته کړې ده چې چین هیله لري طالبان د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې جدي دریځ غوره کړي او پدې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ د اویغور مسلمانانو یوه وسلواله ډله ده او چین تور پورې کوي چې ددې ډلې وسله وال په افغانستان کې موجود دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د چین ددې څرګندونو په هکله لاهم څه نه دي‌ ویلي، خو تردې وړاندې يې بیا بیا ویلي وو، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ یوه هیواد پرضد کارولو ته پرې نږدي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي وو چې: "اسلامي‌ امارت به هیچا ته ددې اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال کړي"

پاکستان هم د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په خپله خاوره کې دې ټي‌ ټي پي یا پاکستاني‌ طالبانو ته ددې اجازه نه ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي. د چارو ځيني شنونکي وايي، دا به د طالبانو حکومت لپاره ګرانه وي، چې وسلوالې ډلې له خپلو کړنو منع کړي.

پاکستانی خبریال او شنونکی علي‌ اکبر وايي، افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو نفوذ لري خو د بریدونو مخنیوي بشپړ اغېز نه باندې لري. د هغه په خبره: "ځکه چې پاکستاني او افغان طالبان له یو بل سره لازم او ملزوم دي او په تېر کې هم له یوه بل سره نږدې پاته شوي دي. او په ټي ټي پي باندې هغوی دومره زور نشي راوړلی، چې هغه دې ته مجبوره کړي، چې هغه له خپلو اهدافو حاصلولو پرته بریدونه بند کړي او له پاکستان سره خپل تعلقات سم کړي."

د چارو ځيني شنونکي بیا وايي افغانستان اوسمهال د ګاونډيو هیوادونو لپاره سرخوږی دی او زیاتوي، ددې یادونه په هند کې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې هم شوې وه.

خبریال نثار محمد خان وايي، د افغانستان مسئله یوه نړیواله مسئله ده. نوموړی زیاتوي: "په تېرو ورځو کې چې په هند کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه شوې وه، په هغه کې د افغانستان ګاونډيو هیوادونو هم ګډون کړی وو. په هغه کې کېدلای شي په نورو مسالو به هم خبري شوې وي،‌ خو افغانستان د ګاونډيو هیوادونو لپاره هم خپله ځان ته یو مشکل دی او مسئله ده."

پر کابل د طالبانو تر واکمنېدلو وروسته د نړۍ یو شمېر هیوادونو اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې به وسلوالې ډلې زیاتې شي او ځينو خو آن ادعا کړې چې دغه هیواد به د ترهګرو په ځاله بدل شي. خو واکمن طالبان بیا دغه رپوټونه او ادعاوې ناسمې بولي.

XS
SM
MD
LG