د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له تېرو دوو ورځو د ارزګان ـ کندهار لار د ټرافیکو پر مخ تړلې


 د کندهار او ارزګان ولایتونو ترمنځ لویه لاره پخوا هم د امنیتي اندیښنو له امله د یوې مودې لپاره تړل شوې وه.
د کندهار او ارزګان ولایتونو ترمنځ لویه لاره پخوا هم د امنیتي اندیښنو له امله د یوې مودې لپاره تړل شوې وه.

د ارزګان – کندهار لویه لار له پرون ورځي راهیسې وسله والو طالبانو د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د یادې لارې د بندېدو له کبله په کندهار کې د اروزګان ولایت اوسېدونکي په سل ګونو مسافر بند پاتې دي.

وسله والو طالبانو دوې ورځې مخکې د یوه لیک په لېږلو سره مسافر وړونکو ټرانسپورتي اتحادیو ته خبر داری ور کړی چې د دوی د دوهم ځلې خبر تر وخته پوري دي د اروزګان – کندهار پر لویه لار هیڅ تګ راتګ نه کوي.

په ورته وخت کې د پوځ مقامات وايي چې، د اروزګان – کندهار د لويې لارې د خلاصون لپاره يې نظامي عملیات پيل کړي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسی د دوشنبې په ورځ د «سلواغې پر۱۵مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د ملي پوځ سرتیرو د ترینکوټ له لوري د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ پر لوري پوځي عملیات پيل کړي دي.

ده زیاته کړه"وسله والو د لويې لارې پر سر ماینونه ځای پر ځای کړي چې زموږ قواووي پر یوه وخت هم له وسله والو سره په جګړه پوخت دي او هم ماینونه له‌منځه وړي یاده لار د امنیتي پلان په سر کې راځي چې د امنیت لپاره به يې دایمي ګامونه پورته شي".

په کندهار ښار کې د ترینکوټ اډې یوه مسئول عبدالکریم امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د یادي ستونزې له کبله په کندهار کې تر څلور سوه زیات د اروزګان اوسیدونکې مسافر بند پاته دي.

نوموړي زیاته کړه چي یاد کسان د تیرو دو اونیو په ترڅ کې کندهار ښار ته د خوراکي موادو د رانیولو او د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره راغلي وو چې اوس بند پاتې دي.

په بند پاتې مسافرو کې ځيني کسان له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي چې د لارې خلاصون ته انتظار دي.


بلي خوا ته د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې هم په لس ګونو مسافر د اروزګان – کندهار د لويې لارې د بندیدو له کبله بند پاتې دي.

په ترینکوټ کې د بند پاته مسافرو په منځ کې لویه برخه هغه محصلین دي چې د رخصتیو لپاره خپلو کورونو ته تللي وو.

د کندهار – اروزګان تر منځ لویه لار د اروزګان ولایت لپاره یوازنی مواصلاتي او نښلونکې لار ده چې د دې ولایت په ګډون د دایکنډي ولایت اوسیدونکې هم خپلي اړتیاوي له دې لاري پوره کوي.

یاده لار له تېرو دو کالو راهیسې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ ده.

په اروزګان کې امنیتي قواوو ته په میاشت کې یو ځل له همدې لارې د نظامي کاروان په وسیله اکمالات کیږي.

خپله وسله والو طالبانو د اروزګان – کندهار د لويې لاري د بندېدو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG