د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: ارزګان کې تر دیرشو روغتیایي کلینیکونه تړل شوي


د ارزګان په ولایت کې ټول ۵۰ روغتیایي مرکزونه شته چې اوس یوازې شل یې پرانیستي دي.
د ارزګان په ولایت کې ټول ۵۰ روغتیایي مرکزونه شته چې اوس یوازې شل یې پرانیستي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د لومړینو رپوټونو له مخې ویلي چې د ارزګان په ولایت کې د وسله والو ډلو د کواښونو په پایله کې تر دیرشو پورې روغتیايي کلینیکونه تړل شوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په خپل اونیز رپوټ کې چې تیره ورځ په کابل کې رسنیو ته استول شوی، د رپوټونو له مخې ویلي چې وسله والو ډلو غړو د ارزګان ولایت کې کې روغتیايي کلینیکونو ته خبرداری ورکړی، چې له امله یې نږدې دیرش روغتیايي کلینیکونه چې د یوې غیرې حکومتي ادارې " این جي او " له خوا اداره کیدل تړل شوي دي.

"اوچا" وايي چې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ولایتي روغتون خپل فعالیتونه یوازې عاجلو خدمتونو وړاندې کولو ته محدود کړي دي.

خو طالبانو په یو بیان کې چې تیره ورځ یې رسنیو ته استولی، د روغتیایي کلینیکونو د تړلو پړه په افغان حکومت اچولې او ادعا یې کړې چې دا کلینیکونه وروسته له هغه چې کلینیکونه او روغتیا يي مراکز د افغان حکومت له خوا له داوطلبۍ ته وړاندې شول د دغو کلینیکونوکارکوونکو په قصدي ډول وتړل

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په یو بیان کې ویلي دا ډله تر خپل واک لاندې سیمو کې روغتیايي مرکزنو او کلینیکونو ته د فعالیت اجازه ورکړی او هيڅ ستونزه يې نه ده ورته پيښه کړې.

طالبانو دغه ویاند ویلی "که د کابل ادارې د چارواکو او اړوندو موسساتو له خوا د ولایت په مرکزي او اطرافي سیمو کي کلینیکونو او روغتیايي مراکزوته بې له فرقه طبي پرسونل او دوا پريښودل شي، د خیانت مخه ونیول شي او خنډونه ورته ایجاد نشي موږ د هیڅ روغتیايي مرکز له فعالیت سره ستونزه نه لرو".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح، په ارزګان کې د روغتیایي مرکزونو اوکلینیکونو د بندیدو په اړه امریکا غږته وویل چې طالبانو په غیرې رسمي ډول دغه وزارت ته پیغام استولی او ورڅخه یې د دغه ولایت په ځینو ځانګړو برخو کې د روغتیایي کلینیکونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم په ارزګان ولایت کې د طالبانو له خوا د تړلو روغتیایي کلینیکونو شمیر دیرش ښودلی دی.

په ارزګان ولایت کې ټول پنځوس روغتیایي مرکزونه شته دی چې اوسمهال د دغه شمیر یوازې شل یې فعالیت کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هڅه کوي چې ټړل شوي روغتیایي مرکزونه او کلینیکونه بیرته پرانیځي.

XS
SM
MD
LG