د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: لیندۍ میاشت کې له ۴۰۰ زرو څخه زیاتې الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشل شوي


د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ يه میاشت کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۴۰۷ زره او ۲۶۲ نویو الکټرونیکي پيژندپاڼو د ویشلو خبر ورکړی دی.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ ډسمبر۲۶(مرغومې پنځمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د کابل په ولایت کې ډیرې پیژندپاڼې ویشل شوي، چې ددغه ولایت وروسته ډیرې پیژند پاڼې په هرات او د کندهار په ولایتونو کې ویشل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې له ۵۳ زرو څخه زیاتو کسانو په کابل، ۵۱ زرو په هرات او له ۲۰ زرو څخه زیاتو کسانو د تیرې میاشتې په اوږدو کې الکټرونیکي پیژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

همداشان نږدې ۱۸ زره کسانو په ننګرهاراو ۱۴ زره او ۵۰۰ کسانو د بلخ په ولایتونو کې هم د لیندۍ په میاشت کې نوې الکټرونیکي پیژندپانې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې شپږ میلیونه او ۲۳ زره کسانو الکټرونیکي پیژندپانې اخیستې دي.

د طالبانو حکومت په پیل کې د یو جلد الکټرونیکي پیژند پاڼې بیه د سل افغانیو څخه ۳۰۰ افغانیو ته لوړه کړه، خو اوس یې د یو جلد نوې الکټرونیکي پیژند پاڼې بیه ۵۰۰ افغانیو ته پورته کړې ده.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو لپاره ۷۴ مرکزونه په کابل او ولایتونو کې پرانیستي دي، چې ددغې ډلې ۱۵ مرکزونه په کابل او پاتې ۵۳ نور په ولایتونو کې فعالیت کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG