د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د بادغیس ولایتي چارواکو د یو رسمي حکم په ترڅ کې په دغه ولایت کې خبریالان او رسنۍ د ساه لرونکوانځورونو د اخیستلو او د خپریدو څخه منع کړي دي، چې له امله یې په دغه ولایت کې دوه تلویزیوني خپرونې هم بندې شوي دي.
دغه مرکز د چهارشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۲۳(لړم دوېیم) په یوه اعلامیه کې پرساه لرونکو انځورونو او تصویرونو په خپریدو باندې بندیز باندې ژوره اندیښنه ښودلې ده او د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو یې غوښتي چې پر خپله دغه پریکړه بیا کتنه وکړي.
د افغاسنتان د خبریالانو مرکز ویلي: "د بادغیس ولایت د سیمه ییزې ادارې له حکم سره سم چې له مخې یې "ساه لرونکي انځورونو خپرول منع دي په دغه ولایت کې تلویزیونونه له فعالیت پاتې شول او په دې ولایت کې هر ډول رسنیز فعالیتونه تر لیکلي او غږیزو بڼو پورې محدود شول. د افغانستان د خبريالانو مرکز پر دې پېښې د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره له طالبانو له چارواکو غواړي ترڅو په دې خورا وروسته پاتې کوونکې پرېکړه چې د رسنيو ازادي یې نوره هم محدوده کړې، له سره غور وکړي".
په بادغيس کې يوې ځايي سرچينې چې د امنیتي اندیښنو له امله يې د نوم د نه خپرولو غوښتنه کړې د افغانستان خبريالانو مرکز ته ویلي چې، د ساه لرونکو انځورونو پر خپرېدو د بندیز حکم تېره ورځ د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د واتساپ ګروپونو له لارې د دغه ولایت د ځایي رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره په رسمي ډول شریک شوی دی.
په دغه حکم کې راغلي: "د بادغیس د والي د لارښوونې او د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون سره سم، د رسنيو او نشراتي ادارو له محترمو مسؤولینو څخه غوښتنه کېږي ترڅو په خپلو خپرونو کې له ساه لرونکي انځورونو څخه کار وانخلي او پرځای یې دوی کولی شي چې د لیکدړو [لوحو]، ودانيو او نور اړوند انځورونه او صحنې وکاروي".
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د دغه حکم له خپرېدو وروسته په بادغیس کې د "ملي ټلویزیون" ولایتي څانګه له فعالیته پاتې او وتړل شوه؛ بلخوا د دې ولايت د يوازيني خصوصي تلويزيون (عبور) فعالیت هم ودرول شو.
ددغه مرکز په اعلامیه کې ویل شوي چې د راډیوګانو په ګډون نورې رسنۍ چې په مجازي فضا (آنلاین) بڼه فعالیت کوي او هم ازاد خبریالان د دغه حکم پلي کولو ته اړشوي دي.
د یوه بل خبر له مخې چې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته رسیدلی ددغه حکم د اعلان وروسته د بادغیس له سیمه ییزو چارواکو څخه عکس اخیستنه او ویډیويي مرکې هم بندې شوې دي.
بادغیس له کندهار او تخار وروسته دریم ولایت دی، چې په رسمي ډول یې د ساه لرونکو د انځورونو او ویډیويي مرکو په خپرولو بندیز پلي کړی دی.
د هلمند، لوګر، ميدان وردګو او دايکنډي په ګډون د يو شمېر نورو ولايتونو خبريالانو هم د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ویلي چې، په دې ولايتونو کې هم د دې محدوديتونو د رسمي پلي کېدو نښې ليدل شوي دي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر نوي قانون په ۱۷مه ماده کې چې د روان کال د اګست په ۲۱ ( زمري ۳۱) تصویب او نافذ شو، راغلي، چې محتسبین (د امر بالمعروف وزارت کارکوونکي) باید د هغه موادو د خپرولو مخه ونیسي چې د ساه لرونکي انځورونه پکې شتون ولري.
دغه مرکز ویلي:"د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له چارواکو غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو د خپرېدو د مخنيوي فرمان په اړه له سره غور وکړي او په تېرو درېیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې نورو صادر شویو رسنیزو لارښوونو په لغوه کولو، اجازه ورکړي چې رسنۍ د ټولیزو رسنیو له قانون سره سم د عمل ازادي ولري او خبریالان وتوانېږي په ازاده او له وېرې پرته کار وکړي".
د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت ځینو چارواکو په وروستیو اونیو کې ځینو ولایتونو ته د سفر پرمهال په جوړو شویو غونډو کې خبریالان د خپلو غونډو څخه د تصویر اخیستلو ته نه دي پریښي.
تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د لوړ زده کړو وازات سرپرست ندا محمد ندیم خوست ولایت کې یوې جوړې شوې غونډه کې د وینا پر مهال سیمه ییز خبریال د غونډې څخه فلم اخیستلو ته نه دي پریښي.
همداشان د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست ختیځو ولایتونو ته د سفر پرمهال هم رسنیو ته د خپلې غونډې څخه د تصویر اخیستلو ته اجازه نه ده ورکړې.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون چې د پخواني جمهوري رژیم پر مهال نافذ وو لا هم نافذ دی. ددغه قانون له مخې حکومتي چارواکي د رسنیو په مسلکي کړنو کې د لاس وهنې څخه منع شوي او ورڅخه غوښتل شوي چې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت لپاره دې لازم سهولتونه برابر کړي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ادارې د طالبانو د حکومت دا ډول اقدام د خواشینۍ وړ بولي او اندیښنه ښيي چې که ددغو اقداماتو مخه ونه نیول شي نو کیدای شي چې په افغانستان په بشپړ ډول تلویزیوني خپرونې بندې او انلاین خپرونې ډیرې محدودې شي.
د امر بالمعروف په نوي قانون کې د خبري رسنیو لپاره ځینې مقررات ځای کړل شوي دي. ددغو مقرراتو له مخې رسنۍ د ژوندیو شیانو د عکسونو له خپرولو منع شوي او ورته امر شوی چې اسلام ته له سپکاوي ډډه وکړي او له اسلامي قوانینو سره په ټکر کې رانشي.
ددغه نوي قانون ټول مواد تر اوسه په کلکه نه دي پلي شوي او طالب چارواکي پخپله په مکرر ډول په ټولنیزو رسنیو کې د انسانانو عکسونه خپروي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسئولینو ویلي چې په رسنیو کې د ژوندیو شیانو په تصویرونو بندیز به په تدریجي ډول عملي کیږي. ددغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر فرانس پرس اژانس ته ویلي: "قانون په ټول افغانستان کې تطبیقېږي... او دا به په تدریجي ډول پلي شي." زیاته کړه چې چارواکي به زیار باسي ترڅو خلک قانع کړي چې د ژوندیو شیانو انځورونه د اسلامي شریعت خلاف دي.
هغه وویل: "د قانون په تطبیق کې جبر ځای نه لري. دا یوازې مشوره ده او خلکو ته قناعت ورکول دي چې دا کار واقعا له شریعت سره په ټکر کې دی او باید مخنیوی یې وشي."
خیبر وویل: "تر دې مهاله، په قانون کې د رسنیو په اړه د مادو اړوند، په ډیرو ولایتونو کې د پلي کولو هڅې روانې دي، خو په ټولو ولایتونو کې دا کار نه دی پیل شوی."
هغه زیاته کړه چې په جنوب لویدیځ کندهار، هلمند او همدارنګه تخار کې "کار پیل شوی دی."
فورم \ دبحث خونه