د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یو ځل بیا افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټاکلو سره مخالفت ښودلی


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست د چارشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو هیوادونو له استازو سره غونډه وکړه
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست د چارشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو هیوادونو له استازو سره غونډه وکړه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د میشتو یو شمیر بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او دپلوماتانو سره په کتنه کې یو ځل بیا افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۴(سلواغې څلورم) رسنیو ته په یو استولي غږیز پیغام کې ویلي چې ښاغلي متقي د سیمې هېوادونو غوښتي چې باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه‌ییزې سلامشورې ترسره کړي.

ښاغلي تکل ویلي: "د بهرنیو چارو وزیر د سیمې او نړۍ هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې تکرار کړه چې د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یو خپلواک مرکزي حکومت (طالبانو حکومت) په موجودیت کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته".

په دې کتنه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹ (مرغومی اتمه) 'افغانستان او د طالبانو رهبرۍ سره د تعامل د بڼې لپاره' او همدارنګه د یو ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړی وو.

په پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش څخه غوښتي و، چې د فریدون سينيرلي اوغلو وړاندیزونو ته په ځانګړي ډول د بشري حقونو د ودې په برخه کې یو ځانګړی استازی وټاکي.

دا لومړی ځل نه دی چې امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ددغه وړاندیز سره مخالفت کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) هم په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا طالبانو سره د تعامل د بڼې او د افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکلو د پریکړه لیک د تصویب سره مخالفت ښودلی و او د یو "اضافي" ځانګړی استازی ټاکل یې یو غیر ضروري اقدام بللی وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو د وړاندیز سره مخالفت په داسې حال کې ښودلی چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش په بلنه د راروانې میلادي میاشتې په نیمايي کې په قطر کې د افغانستان په اړه د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو دوییمه غونډه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې ویاندې سټیفاني ترمبلي د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د لارې د یوې نقشې په هکله نړیواله اجماع او د ملګرو ملتونو د خپلواک ارزونکي او ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سينيرلي اوغلو په سپارښتونو باندې بحث وشي.

ملګرو ملتونو د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په سر کې د افغانستان په اړه د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د استازو د ګډون پرته د یو دوه ورځیني کنفرانس ګوربتوب کړی وو.

په دغه کنفرانس کې د چين، فرانسې، جرمني، هند، اندونيزيا، ايران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسيې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکيې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، انګلستان، امريکا، اوزبیکستان، د اروپايي ټولنې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان استازو ګډون کړی وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ددې غونډې وروسته فریدون سينيرلي اوغلو د خپلواک ارزونکي او د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ګمارلی و.

فریدون سينيرلي اوغلو د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې خپل راپور د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته سپارلی و.

د ښاغلي اوغلو په سپارښتونو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د خوندیتوب لپاره باید د ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره یو ملي بحث پیل شي.

د ښاغلي اوغلو په سپارښتونو کې په نړیوال سیستم کې د افغانستان ادغام د طالبانو د حکومت له خوا د نړیوالو مسوولیتونو منل او د بین الافغاني ډیالوګ د رامنځ ته کیدو پورې مربوط ګڼل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خپلواک ارزونکي او همغږي کوونکي په ارزونه کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو وضعیت او په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو محدودیتونه تر ټولو پراخه مسله وه چې ده سره په دې سلا مشورو کې مطرح شوې ده.

په دې ارزونه کې ویل شوي چې افغان میرمنو او نجونو، سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې استازو، د روغتیا او پوهنې د چارو کارپوهانو او همدارنګه د طالبانو ګڼو استازو پر دې موضوع ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو په ارزونه کې ویل شوي چې دا محدودیتونه نه یواځې د ملګرو ملتونو د منشورد ارزښتونو سره سمون نلري، بلکې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات په ګټه هم نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG