د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: نړۍ زمونږ څخه زیاتې تمې لري، خو هیڅ همکاري نه کوي


امیرخان متقي کابل کې د سه شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت له خوا په افغانستان کې د بیکارۍ د کمولو لپاره یو جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته وینا کوله.
امیرخان متقي کابل کې د سه شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت له خوا په افغانستان کې د بیکارۍ د کمولو لپاره یو جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته وینا کوله.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي چې نړیواله ټولنه له طالبانو ډیرې زیاتې تمې لري او له طالبانو حکومت څخه د نړۍ تقاضا او فرمایشونه زیات دي خو حکومت سره یې د نړیوالې ټولنې همکاري صفر ده.

مولوي امیرخان متقي د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۳( زمري دوېیم) په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د کار نړیوال کنفرانس افتتاحیه غونډې ته په وینا کې وویل چې د طالبانو حکومت ادارې فساد، داعش د ډلې او د کوکنارو د کښت له منځه وړلو پر وړاندې د مبارزې او سترو پروژو د افتتاح کولو په اړه اغیزمن ګامونه پورته کړي دي.

هغه وویل:" نړۍ زمونږ څخه پوښتنې کوي او مونږ ته سفارشونه هم راکوي، نشه يي توکي څنګه شو، څنګه منع شي، امنیت څنګه ټینګ شي، د افغانستان له خاورې څخه څنګه ناوړه ګټه اخیستنه بنده شي، د هغوی تقاضا دادي، خو همکاري یې صفر ده".

متقي د نړیوالې ټولنې دا ډول چلند " د خندا او تعجب وړ" وګڼه ویې ویل چې د طالبانو د حکومت تمه داده چې نړۍ په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په تیرو کلنو کې د امنیت نشتون د یو ستر ګواښ په توګه یاد کړ اوویې ویل اوس چې د هغه په وینا په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی باید ددغه هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار د امکاناتو د برابرولو په برخه کې همکاري وشي.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په افغانستان کې د بیکارۍ د کمولو لپاره د سه شنبې په ورځ کابل کې د کار د یو نړیوال کنفرانس بندوبست کړی دی.

ددغه وزارت ویاند سیمع الله ابراهیمي ویلي چې دا کنفرانس به د چهارشنبې په ورځ هم دوام ولري او د نړیوالو بنسټونو د استازو ترڅنګ به د طالبانو د حکومت او خصوصي سکټور استازي هم په افغانستان کې د کارموندنې په تړاو بحثونه وکړي.

د دغه کنفرانس افتتاحیه غونډې ته د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیالانو او د حکومت د یو شمیر وزارتونو چارواکو ویناوې وکړې. د کار او ټولنيزو چارو وزارت ددې کنفرانس د جوړیدو هدف افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځ ته کول او له بې ‌وزلۍ سره د مبارزه ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د کار ملي کنفرانس کې ویلي چې دغه وزارت یو پلان چمتو کړی چې له مخې به یې راتلونکو پنځو کلونو کې څه دپاسه ۵۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداشان د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري دغه کنفرانس ته وویل چې اوس‌مهال افغانستان کې په کانونو کې شاوخوا ۴۰زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

د۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوې او هم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې لس ملیارده ډالره شتمنې کنګل کړه چې ورسره دا هیواد د یو ستر اقتصادي بحران سره مخ شو.

د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدو سره هممهاله د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله هم بندیز ولګوه چې ورسره ددغه هیواد د خلکو اقتصادي ستونزې لا پراخه شوې.

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا ټولنه ددغه شمیر یوازې شاوخوا ۱۷ میلیونو وګړو سره د مرستې لپاره پروګرام ترتیب کړی چې هغه هم د بودیجې د ډیر سخت کمبود سره مخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG