د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د یو افغان بندي خوشې کیدو بدل کې مو امریکايي وګړي خوشې کړي


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغان الاصله امریکايي وګړی محمود حبیبي ددغې ډلې سره بندي نه دی. ( عکس ارشیف).
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغان الاصله امریکايي وګړی محمود حبیبي ددغې ډلې سره بندي نه دی. ( عکس ارشیف).

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا د متحده ایالاتو له یو زندان څخه د خان محمد په نوم د یو افغان بندي د خوشې کیدو او افغانستان ته د انتقال خبر ورکړی او ویلي دي د قطر په منځګړیتوب ددغه خوشې شوي افغان په بدل کې یې امریکايي بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل، د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۱(سلواغې دوېیمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې دا راخوشې شوی افغان خان محمد نومیږي او امریکايي محکمو پر عمري بند محکوم کړی و او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله.

ضیا احمد تکل ویلي: " د افغانستان اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو تن افغان مجاهد بندي (خان محمد) له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد او هیواد ته راولېږدول شو."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې خان محمد نږدې دوې لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و.

په اعلامیه کې د طالبانو حکومت دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بللې او په دې برخه کې یې د قطر د هېواد له "مؤثر رول" څخه په ځانګړي ډول مننه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: " اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] د امریکا متحده ايالتونو هغو اقداماتو ته په مثبت نظر گوري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو له عادي کېدو او پراختيا سره مرسته کوي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د طالبانو له بند څخه د ریان کوربیت او ویلیم مک کینټي په نوم دوو امریکايانو په خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هغوی به "ډیر ژر" له خپلو کورنیو او عزیزانو سره یو ځای شي.

ددغې شورا یو ویاند براین هیوز وویل: "د ټرمپ اداره به د طالبانو په بند کې د ټولو امریکایانو د خوشې کېدو غوښتنې ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه، دې ته په پام سره چې په وروستیو کلونو کې دوی د امریکا په میلیاردونه ډالر مرسته ترلاسه کړې ده."

د سي این این تلویزیوني شبکې ددغې تبادلې په اړه په خپل خبر کې ویلي چې د طالبانو لخوا د نیول شوي امریکايي ویلیم مک کینټي په اړه او دا چې د څه لپاره افغانستان ته تللي وو، ډیر معلومات نشته. په راپور کې زیاته شوې چې د جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په نوم دوه نور امریکايي اتباع لا هم د طالبانو سره بندیان دي.

د سي این این تلویزیوني شبکې ویلي، چې د دې تبادلې په اړه پریکړه پخواني جمهور رئیس جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په څو وروستیو ساعتونو کې کړې ده.

تر دې مخکې، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې درې امریکايي وګړي ریان کوربیت، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي د اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.

د امریکا د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس جو بایډن د جنورۍ په ۱۲ ( مرغومې ۲۳مه) د دغو دریو امریکایي اتباعو د کورنیو غړه سره چې د ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي غږیدلی وو.

سپینې ماڼۍ ویلي وو چې پخواني جمهور رئیس بایډن د بندي امریکایانو د کورنیو غړیو سره په خبرو کې په خپلې ژمنې ټینګار وکړ چې دا درې واړه امریکایان چې په افغانستان کې په "ناسمه توګه" بندیان دي، هیواد ته راستانه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د تیر ۲۰۲۴ کال جولای میاشتې راهیسې د طالبانو سره د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې پیل کړې وې.

د بایډن حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی وو چې د ریان کوربیت، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي خوشې کولو په بدل کې به د ګوانتانامو له زندان څخه مشهور بندي، محمد رحیم الافغاني خوشې کړي.

ځینو سمیه ییزو رسنیو خبر ورکړی محمود حبیبي لا هم د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.

دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغان الاصله امریکايي محمود حبیبي ددغې ډلې سره بندي نه دی.

خو د محمود حبیبي ورور، احمد شاه حبیبي چې د پخواني جمهور رئیس بایډن سره یې د خپل ورور د خوشې کیدو په تړاو د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې وې، امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبانو یې ورور نیولی او په ناحقه یې بندي کړی دی.

احمدشاه حبیبي د پخواني رجمهور رئیبس سره د جنورۍ په ۱۲ د خبرو وروسته ویلي وو: " جمهور رئیس بایډن په ډیر وضاحت سره مونږ ته وویل چې که طالبان زما ورور خوشې نکړي، رحیم ( محمد رحیم الافغاني) به خوشې نشي. زما کورنۍ د هغه ( جمهور رئیس بایډن) څخه منندویه ده چې زما د ورور لپاره دا دریځ څرګند کړی."

دمخه یوې امریکايي رسنۍ "والسټریټ ژورنال" د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له قوله په یو راپور کې ویلي چې د ګوانتنامو په زندان کې د یو افغان بندي محمد رحیم الافغاني د خوشې کیدو په بدل کې د دریو امریکايي وګړو د خوشې کولو په سر د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

تراوسه د خان محمد د هویت په اړه ډیر معلومات نشته دی، خو په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې خان محمد د طالبانو د ډلې غړی دی او د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی.

هغه په ۲۰۰۶ کال کې په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوی وو او امریکا ته د انتقالیدو وروسته په ۲۰۰۸ کال کې د یوې امریکايي محکمې له خوا د نشه يي توکو د قاچاق او تروریستي ډلو سره د اړیکو په جرم په بند محکوم شوی وو.

هغه په ۲۰۰۶ کال کې امریکا ته د انتقالیدو وروسته ددغه هیواد د کلیفورنیا ایالت په یو زندن کې بندي وو.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې طالبان اود امریکا متحده ایالات به لا هم د محمود حبیبي او د امریکا د ګوانتنامو په زندان کې د یو افغان بندي محمد رحیم الافغاني د خوشې کیدو په سر خبرو ته دوام ورکړي او که نه.

محمود حبیبي په کابل کې د ۲۰۲۲ کال د جولاۍ په ۳۱ د القاعده د ډلې مشر ایمن الظواهري پر کور د ډرون الوتکې د برید څو ورځې وروسته د طالبانو د استخباراتو له خوا کابل کې نیول شوی وو.

په دغه برید کې ایمن الظواهري وژل شوي وو. خو طالبانو لا تراوسه په رسمي ډول په دغه برید کې د هغه وژل کیدل نه دي تائید کړي.

د امریکا حکومت ویلي چې رحیم الافغاني د القاعده ډلې یو همکار وو. د امریکا متحدو ایالتونو د سنا د استخباراتو کمېټې راپور ورکړی و، چې رحیم "د القاعده یو تسهیل کوونکی" و، چې په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او یوه میاشت وروسته د امریکا استخباراتي‌ادارې ته وسپارل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG