د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سودان کې د بند پاتې شویو افغانانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته رسیدلې


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سودان په جګړو کې د بند پاتې شویو افغانانو لومړۍ ډله له دغه هیواد څخه ایستل شوې او د سعودي عربستان په مرسته د جدې ښار ته رسیدلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۷ (ثور اووم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د افغانانو دا ډله به په سعودي عربستان کې لنډ وخت لپاره د پاتې کیدو وروسته افغانستان ته انتقال شي.

ښاغلي بلخي له سودان څخه ددغو ایستل شویو افغانانو شمیر نه دی ښودلی خو د سعودي عربستان څخه یې ددغو افغانانو په ایستلو کې د مرستې د برابرولو له امله مننه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تیره اونۍ خوست ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي و چې په سودان کې ۱۲۰ تنه افغانان د دغه هیواد د دوو ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې بند پاتې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې له سودان څخه د ټولو افغانانو د ایستلو لپاره لا هم هڅې روانې دي.

د سودان د پوځي مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د مشر محمد حمدان داګلو تر منځ نښتې د اپريل په ١٥مه نېټه ددې هیواد د سياسي راتلونکي په اړه او په پوځ کې د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د ځواکونو د ادغام پر پلان له څو مياشتني کړکیچ وروسته پيل شوې دي.

ډیر هیوادونه په داسې حال کې له سودان څخه د سرک، هوا او سمندر له لارې د خپلو اتباعو او دپلوماتانو د ایستلو هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د پوځ او ملېشه ځواکونو ترمنځ د ۷۲ ساعتونو اوربند اعلان شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دوه ورځې دمخه اعلان وکړ چې تر جدي خبرو اترو وروسته، د سیالو خواوو تر منځ دا اوربند د دوشنبې له نیمې شپې څخه پیل شوی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو یو کاروان توانیدلی چې له پلازمینې خرطوم څخه، چې جګړه پکې روانه ده، ۷۰۰ کسان د ۸۵۰ کیلومتره خطرناک سفر وروسته، د سودان د سره سمندر ساحل ته ورسوي.

په دې وروستیو ورځو کې ډیرو هیوادونو له سودان څخه د خپلو دپلوماتانو او اوسیدونکو د ایستلو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.

ددغو هڅو په لړ کې د امریکا متحده ایالاتو د سودان د پایتخت خرطوم څخه خپل ټول دپلوماتان او د هغوی کورنۍ ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG