د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو کندز کې هوايي برید کړی؛ درانده تلفات لري


چارواکي وايي دا سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده او د دقیقو معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي
چارواکي وايي دا سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده او د دقیقو معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي

په کندز کې چارواکي وايي افغان ځواکونو د طالبانو پر یوې غونډې برید کړی دی. د سیمې خلک وايي برید پر مدرسې شوی او ولسي خلک یې هم وژلي.

چارواکي وايي د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو له کوټې څخه د طالبانو د ورغلي هییت پر غونډې بمباري کړې ده. برید د دوشنبې په ورځ (اپریل۲) ماسپښین یوه بجه شوی دی.

کندز کې د افغان ځواکونو د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي وايي چې طالبانو د باجوړو په کلي کې له کویټې څخه د یو لوړ رتبه هییت د ورتګ په خاطر غونډه جوړه کړې وه او تر څنګ یې د طالبانو د "سرې قطعې" نظامي مانور هم روان چې پرې برید وشو.

هغه زیاتوي چې په دغه برید کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه نور یې ټپیان دي. ښاغلي کریمي وویل، چې په وژل شویو کې د طالبانو لوړ پوړي کسان "مولوي بریال، مولوي شاهدالله، مولوي زاهدالله او مولوي ممتاز" هم شامل دي.

په دوی کې یې ډېر د طالبانو د کوټې شورا غړي بلل کیږي.

ولسي تلفات

غلام حضرت کریمي وايي په بمبار کې د طالبانو قرارګاه ویجاړه شوې او عامو خلکو ته په کې زیان نه دی اوښتی. خو د دشت ارچي ولسوالۍ اجراییه مدیر اسلام الدین وايي چې په دغه برید کې "تقریبا ۱۵۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي" دي.

هغه زیاتوي چې په دغه سیمه کې طالبان دي او د ملکي تلفاتو په اړه د لا دقیقو معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي. خو د سیمې عام خلک د مړو او زخمیانو شمیر له دې زیات ښيي او وايي، چې د بمبارد پر وخت د برید په ځای کې ډیر خلک راټول شوي وو.

یو عیني شاهد امریکاغږ ته وویل، چې د هغه ورور هم په برید کې ژوبل شوی دی. هغه وايي د برید پر مهال په جومات کې طالبان هم موجود وو. برید د هغه په خبره په یوې مدرسې کې د دستار بندۍ له غونډې وروسته شوی.

هغه وویل چې په پېښه کې ځینې ماشومان هم وژل شوي دي. طالبان وايي پر مدرسې بمبار شوی او ټول وژل شوي او ژوبل شوي ملکیان دي. طالبانو په یوې اعلامیې کې دا خبره رد کړې چې ګنې په غونډه کې د کوټې شورا غړي وو.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG