د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاسپورټ د ویشلو درې نور مرکزونه پرانیستل کیږي


کابل کې د پاسپورټ ریاست مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه ( عکس ارشیف)
کابل کې د پاسپورټ ریاست مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه ( عکس ارشیف)

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست وايي چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ به په کابل کې د پاسپورټ د ویشلو درې نور مرکزونه پرانیستل شي چې ورسره به خلکو ته د نوو پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې راشي او د پاسپورټ د ترلاسه کولو د نوبت موده به را کمه شي.

د پاسپورت د ریاست سرپرست مولوي عبدالکریم حسیب د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۶( چنګاښ ۲۶) کابل کې یو خبري کنفراس ته وویل چې اوس مهال هره ورځ په افغانستان کې ۱۲ زره نوي پاسپورټونه خلکو ته ویشل کیږي.

هغه هیله وښوده چې په کابل کې د پاسپورټ د ویشلو د نویو دریو څانګو د پرانیستلو وروسته به خلکو ته د پاسپورټ ترلاسه کولو اسانتیاوې راشي او د پاسپورټ غوښتونکو د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د انتظار موده به هم کمه شي.

اوس مهال په افغانستان او په ځانګړي ډول کابل کې د نوي پاسپورټ د ترلاسه کولو او یا تمدیدلو لپاره د پاسپورټ غوښتونکي د میاشتو میاشتو لپاره انتظار وباسي.

د پاسپورت د ریاست د سرپرست مولوي حسیب د معلوماتو له مخې د پاسپورټ د ویشلو دا نوې درې څانګې یوه یې په دارالامان کې د پخواني پارلمان ودانۍ ته څېرمه، دویمه یې په قلعه زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو کې او درېیمه یې په تنګي تره‌ خېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې موقعیت لري. ټاکل شوې چې هره څانګه به په ورځ کې د پاسپورټ دوه زره غوښتونکو عریضې ومني.

هغه وویل: "د نویو پرانیستل کېدونکو مرکزونو انلاین سایټ به په اونۍ کې یو ځل خلاصېږي او کله چې د غوښتونکو تعداد پوره شي سایټ به اوتومات ډول بېرته بندېږي او په یوه اونۍ کې به ټولو فورمو ته رسېدنه کیږي."

حسیب وویل چې په انلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش برخه کې د لا زیاتو اسانتیاو په رامنځته کولو تمرکز شوی او اوسمهال هر ورځ په کابل کې په انلاین بڼه د پاسپورټ ۲۰ زره غوښتونکو ته نوبتونه ورکول کېږي او په چټکۍ سره یې چارې پر مخ ځي.

هغه وویل چې ۱۵ ورځې وروسته به د پاسپورټ مرکزي ریاست انلاین سایټ په اونیز ډول خلاص او په یوه اونۍ کې به هغو ټولو ته رسېدنه کېږي

د رپوڼوتو له مخې په تیرو څه باندې دوو کلونو کې له افغانستان څخه په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو ته په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي اکثره دا کسان په پاسپورټونو او ویزو دغو هیوادونو ته تللي دي.

که څه هم د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه راهیسې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر روان دی، د تیر لمریز کال په اوږدو کې د طالبانو د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د بندیدو سره سم د پاسپورټ غوښتونکو په تور بازار کې په لوړه بیه د پاسپورټو رانیولوته مخه کړې وه.

د پاسپورټونو ځینې غوښتونکو ادعا کړې وه، چې کمیشنکاران د زیاتو پیسو په بدل کې د پاسپورټ غوښتونکو ته پاسپورټونه برابروي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي و، چې په تور بازار کې د یو جلد پاسپورټ بیه د ۲۰۰۰ ډالرو څخه تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې رسیدلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG