د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هیله لرو پاکستان کې د نوي حکومت په جوړیدو سره به زمونږ اړیکې ښې شي


د طالبانو حکومت هیله ښودلې چې په پاکستان کې د نوي حکومت په جوړیدو سره به د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ښې او پراخه شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې افغانستان د پاکستان په ګډون د سمیې او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتوونکی دی.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې د پاکستان نوی حکومت دې د کابل او اسلام اباد ترمنځ شته ستونزې هوارې کړي.

هغه وویل: "افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه دي، د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا ښه شي په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې چې زمونږ اړتیا ده او ستونزو ته د حل لار وموندل شي، د ګاونډیوب اړیکې د دواړو خواو لپاره مهمې دي".

د طالبانو د حکومت ویاند ټینګار کړی چې دا حکومت پاکستان سره اړیکو ښه کیدو ته چمتو دی.

د پاکستان پارلمان د یکشنبې په ورځ مارچ درییم ( کب۱۳) شهباز شریف د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو ددغه هیواد د صدراعظم په توګه وټاکه.

شهباز شریف د مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او یو شمیر نورو ګوندونو ګډ کاندید و او د هغه سیال د سني اتحاد شورا نوماند عمر ایوب خان و چې ۹۲ رایې یې ترلاسه کړې.

شهباز شریف د یو کمزوري ایتلاف مشري کوي چې د مخالف ګوند د زنداني شوي مشر عمران خان پلویان یې څنډې ته کړي دي.

د طالبانو او د پاکستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو میاشتو کې ډیرې ترینګلې وې. پاکستاني لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو په پرله پسې ډول ادعا کړې چې طالبانو حکومت په افغانستان کې ددغه هیواد مخالفو وسله والو ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې وسله والو ته خوندي پناه ځایونه برابر کړي دي او دا وسله وال له هغه ځایه دننه په پاکستان کې پرامنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردې کړي دي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د افغانستان په ګډون د ستراتیژیکو مسلو په تړاو به د پاکستان د نوي حکومت پریکړې تر ډیره ددغه هیواد د پوځ تر اغیز لاندې اوسي.

د پیښور د پوهنتون استاد او لیکوال سید عرفان اشرف وايي چې د پاکستان د پوځ سره د نواز شریف او اصف علي زرداري ښو اړیکو ته په کتنې به افغانستان سره د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ او د خلکو د ګوند د نوي ائتلافي حکومت اړیکو کې کوم بدلون رانشي او د پوځ او د حکومت همغه مختلط سیاست به پرمخ یوړل شي.

د منځني ختیځ په انستیتیوت کې د افغانستان د چارو څیړونکی ماروین واینباوم وايي چې دا به مشکله وي چې ووايي چې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د نوي حکومت سیاست کې بدلون راشي. د دغه کارپوه په نظر د پاکستان امنیتي او بهرنۍ پالیسي په بشبړ ډول ددغه هیواد د پوځ له خوا ترتیب کیږي، که څه هم د ښاغلي واینباوم په وینا د پاکستان د پوځ محبوبیت په عام ډول کم شوی دی.

د طالبانو سره د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي یو پخواني غړی محمد رسول طالب وايي چې طالبان د افغانستان په دننه او بهر کې په یو کمزوري وضعیت کې دي د همدې له امله د پاکستان د نوي حکومت سره د خپلو اړیکو د ښه کیدو هڅې کوي.

ښاغلی طالب وايي چې پاکستان تل افغانستان سره په خپلو اړیکو کې د دوه ګونې کړنلارې څخه کار اخیستی دی، چې د اړتیا پرمهال حتی د طالبانو د حکومت د مخالفانو سره هم کولی شي خبرو ته کښیني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG