د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: شاوخوا اتو میلیونو ماشومانو د شري واکسین اخیستی دی


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یو راپور کې ویلي، چې په تیر یو کال کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې اته میلیونه ماشومان د شري د ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي.

دغه وزارت په خپل تیر یو کلن راپور کې ویلي، چې دغو ماشومانو ته په درې پړاونو کې د شري واکسین تطبیق شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس د شري د واکسین د تطبیق په لومړي پړاو کې یو میلیون۱۵۲ زره ماشومانو ته په ۴۸ ولسوالیو کې، په دوییم پړاو کې یو میلیون ۴۸۸ زرو ماشومانو ته په ۸۵ ولسوالیو کې او په درییم پړاو کې پنځه میلیونو او ۳۴۶ زرو ماشومانو ته د ۳۴ ولایتونو په پاتې ولسوالیو کې دا واکسین تطبیق شوی دی.

ددې وړاندې د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون ځینو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د شري د ناروغۍ په خپریدو اندیښنه ښودلې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و، چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د شري ۱۸ زره پیښې ثبت شوي دي، چې له امله یې تیرکال تر ۳۰۰ پورې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ددغه سازمان شمیرنې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د پیښو زیاتیدل ښيي. دغه سازمان ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ ورځې د اګست د میاشتې تر نیمايي پورې په ټول افغانستان کې د شري د ناروغۍ ۱۹ زره او ۴۲۰ پیښې ثبت شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په شري ناروغۍ باندې د ټولو اخته شویو ماشومانو ۱۳ زره او ۷۵۱ تنو یې له پنځه کلنو ښکته عمرونه درلودل او له ۴۷ فیصدو څخه زیات په دغه ناروغۍ اخته شوي ماشومان نجونې وې.

همداشان د روغتیا نړیوالې ادارې د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د شري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د ۵۵ تنو مړه کیدل هم تائید کړي دي.

په عین حال کې ملګروملتونو ویلي، چې افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته یو میلیون ماشومان د شري د ناروغۍ تر مستقیم ګواښ لاندې هم دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG