د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما راپور 'بې ځایه انتقاد' بللی


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د یوناما راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د دغې ادارې نیوکه د یوه ملت باورونو ته سپکاوی دی.

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې د ورځې ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت(طالبانو حکومت) د خپل ولس په ملاتړد اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق لپاره خورا زیاتې قربانۍ ورکړي، اوس چې حاکمیت یې په لاس کې دی باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه د سړو پورې اړه ولري او که د ښځو پورې بشپړ تطبیق کړي."

ذبیح‌الله مجاهد ویلي د ښځو حجاب ، د ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپیریال او په محکمو کې د شریعت د احکامو تطبیق او په ټولنه کې د انحرافي افکارو مخنیوی د یوه ژمن اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.

ذبیح الله مجاهد یوناما ته سپارښتنه کړې چې د هغه په وینا په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو د دیني ارزښت وړ موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکې ونکړي.

‏یوناما د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۲( سلواغې دویم) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې وژنې، په خپلسر د خلکو نیول او بندیانول دوام لري.

د یوناما راپور کې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه مسلو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

یوناما په دې راپور کې ویلي چې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې په پلي کولو باندې د دغې ډلې د چارواکو د ټینګار سره سره د غیرقانوني وژنو، خپلسر نیولو او بندیانولو، شکنجې اود پخواني رژیم د پوځیانو سره د طالبانو د چارواکو د ناسم چلند په اړه یې ځینې موارد ثبت کړي دي.

په دغه راپور کې د مثال په ډول دغسې دوو قضیو ته اشاره شوې: "د اکتوبر د میاشتې په شلمه د بدخشان په ولایت کې ناپیژاندو وسله والو د سیمه ییزو پولیسو یو پخوانی افسر او د هغه زوی په ډزو ووژل. د نومبر په ۲۱ د کابل – جلال اباد په لارد یو پخواني څارنوال او د هغه د خور جسدونه وموندل شو."

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو د ښځو فعالانو، بشري حقونو ملاتړو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو او په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او ددغه وزارت اړوند ادارو د ښځو د کار او زده کړو او د حرکت د ازادۍ په حقونوباندې د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی دی.

دا راپور د کابل ښار دشت برچي او خیرخانه مینه کې ( په هزاره میشتو او تاجک میشتو سیمو کې) د " مناسب حجاب د نلرلو" په دلیل ښځو او نجونو وروستیو نیونو ته اشاره کړې او ویلي دي چې د طالبانو دا ډول کړنې لا هم دوام لري.

یوناما په دغه راپور کې په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر وړاندې د هدفي بریدونو د دوام یادونه کړې او ویلي دي چې دغې ادارې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر او نومبر په میاشتو د کابل ښار په دست برچي سیمه کې د ایښودل شویو چاودیدونکو توکو دوو چاودنو او د بغلان په ولایت کې یو ځانمرګی برید پیښې ثبت کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG