د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په برید کې د یو پخواني طالب بندي د ګډون پلټنه


په پروان ولایت کې د بگرام پخوانی زندان چې د امریکایي ځواکونو له خوا اداره کیده
په پروان ولایت کې د بگرام پخوانی زندان چې د امریکایي ځواکونو له خوا اداره کیده

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل د کابل د سه شنبې د ورځې په برید کې د بګرام له پخواني زندان څخه د یو خوشې شوي طالب د ګډون په باب دوی ته هم راپورنه رسیدلي دي او دوی اوس ددغو راپورونو ارزونه کوي.

ښاغلي مینه پال وویل " تراوسه لا پلټنې نه دي بشپړې شوي یو خاص پلاوی په دې برخه کې ګمارل شوی دی، ډیر ژر به مونږ ددغه کس په اړه چې څوک وو، څنګه، څه وخت د چا له خوا خوشې شوی دی، په دې اړه پلټنې کیږي او مونږ به بیا د پلټنو د بشپړیدو وروسته تاسو ته مکمل معلومات درکړو ".

د کابل د پل محمد خان په سیمه کې د سه شنبې د ورځې د برید وروسته طالبانو رسنیو ته په دغه برید کې د شاملو دوو بریدګرو نومونه او یوه لنډه ویډیو واستوله چې په کې عبدالولي اغا په نوم د کندهار ولایت یو اوسیدونکی وایي چې په زندان کې یې د زندان د ساتوونکو ناوړه چلند دې لا خپلو کړنو ته هڅولی دی.

په دغه ویډیو کې دې وایي "کوم جیل چې ما تیر کړی په هغه باندې زما عقیده نوره ټینګه شوې ده، مخکې له دې مې دومره جزبه نه وه، لکه کله چې بندي شوم او راخوشې شوم د دې حالات ما ولیدل نور دومره په جزبه شوم نور دومره راپورته، کله چې زه را خوشې شوی یم، زه ډریکټ کورته نه یمه تللی، زه بس د خپل استشهاد صف ته راغلی یم ".

د افغانستان په سیمه ایزو رسنیو کې ویل شوي چې عبدالولي اغا په ۲۰۱۳ کال کې د بګرام له زندان څخه د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په دوره کې خوشې وو.

عبدالولي اغا یوازې د بګرام د زندان څخه خوشې شوی طالب نه دی، چې د خوشې کیدلو وروسته یې د سوله ایز ژوند د غوره کولو پر ځای بیرته جګړې ډګر ته مخه کړې وه، د دې وړاندې هم یو شمیر هغه طالب بندیان چې په کیوبا کې د امریکا د ګوانتنامو له زندان څخه راخوشې شوي بیرته یې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو او افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه پیل کړې.

په افغانستان کې اسلامي دولت یا داعش د ډلې یو مشر عبدالرحیم مسلیم دوست هم د ګوانتنامو له زندان څخه د راخوشې کیدلو وروسته په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر وړاندې جګړې ته مخه کړې ده.

ښاغلي مسلم دوست د ګوانتنامو له زندان څخه د راخوشې کیدلو وروسته د ماتو زلونو په په پښتو ژبه یو کتاب هم لیکی دی.

XS
SM
MD
LG