د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې د ټاکنو کمېسیون د تښتول شوو کار کوونکو د خوشي کولو هڅې


طالبانو تر دې مخکې هم د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی و
طالبانو تر دې مخکې هم د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی و

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ټاکنو کمېسیون د اتو نیول شوو کار کوونکو د راخوشي کولو هڅې پیل کړي دي.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار د دوشنبې په ورځ د «تلې پر۸مه»امریکا غږ ته وویل، چې د ټاکنو کمېسیون دغه کار کوونکي د تېرې شنبې په ورځ د «تلې» پر شپږمه د رای اچونې له یو مرکز څخه تر وتلو وروسته د طالبانو له کمین سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی له امنیتي سرتېرو سره له همغږۍ پرته د شینوارو ولسوالۍ په نمک اب سیمه کې د رای اچونې له یو مرکز څخه وتلي و.

اغلې شهکار وویل، چې د سیمې د قومي مشرانو او سپین ږیرو په مرسته یې د یادو کسانو د راخوشي کولو هڅې پیل کړي دي.

هغې زیاته کړه:"د دوی د خلاصولو په هدف سپین ږیري او قومي مشران د طالبانو ساحې ته تللي دي،تر څو وتوانېږي له طالبانو سره تر خبرو وروسته هغوی راخوشي کړي، تر اوسه یې نتجیه نه ده معلومه شوي، چې څنګه کېږي."

پر همدې مهال د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي هم امریکا غږ ته د یاد خبر په تائید سره وویل، چې د یادو کسانو د بېرته راخوشي کولو هڅې پیل کړي دي.

که څه هم طالبانو تر دا مهاله د یادو کسانو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې خلکو ته ګواښ کړی و، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

XS
SM
MD
LG