د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشریزو ټاکنو په اړه ۲۲۷۵شکایتونه ثبت شوي ـ شکایتونو کمېسیون


افغان ولسمشریزې ټاکنې تېره ورځ تر سره شوې
افغان ولسمشریزې ټاکنې تېره ورځ تر سره شوې

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، تر دا مهال یې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه۲۲۷۵ شکایتونه ثبت کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنرانو نن یکشنبه د سپټمبر پر ۲۹مه «تلې۷مه» خبریالانو ته وویل، چې دغه شکایتونه د تېرې ورځې راپدېخوا تر دا مهاله ثبت شوي دي.

د فغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنر رویدار وویل، چې په ثبت شوو شکایتونو کې، پر وخت د رای اچونې د مرکزونو نه پرانیستل، په لېستونو کې د رای ورکوونکو د نومونو نشتوالی او یو شمېر نور شکایتونه شامل دي.

هغه وویل، چې په ځینو ولسوالیو کې د ټاکنیزو درغلیو په اړه هم دوی ته شکایتونه ورسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه:" په پوره بې طرفۍ او شفافیت او استقلالیت سره به دغو شکایتونو ته رسیدګي کېږي."

د ټاکنیزو شکایتونو د معلوماتو له‌ مخې سبا ماښام د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو وخت پای ته رسېږي چې وروسته به د ټولو ثبت شوو شکایتونو مجموعه اعلان شي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې پرون شنبه سهار اوه بجې پيل شوې او مازدیګر پنځه بجې پای ته ورسېدې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن سهار وویل، چې د هېواد په کچه په ۲۵۷۹ مرکزونو کې یو میلیون ۵۱زره ۹۹۸ تنو رایه ورکړې ده.

دغه کمېسیون همدارنګه وویل، چې ډېر ژر به د پاتې ۲۳۰۸مرکزونو پایلې هم ژر اعلان شي.

XS
SM
MD
LG