د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ ولایت کې ۱۲ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي


د دوشنبې په ورځ د روژې د پیل راهیسې وسله والو طالبانو په څو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د دوشنبې په ورځ د روژې د پیل راهیسې وسله والو طالبانو په څو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د میدان وردګ ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ( ثور۱۶مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چک په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۱۲ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د چک ولسوال فضل الحق امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغو جګړو کې د افغان ځواکونو یوه پوسته هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې وه، چې وروسته بیرته افغان ځواکونو په خپل کنټرول کې راوستله.

ښاغلي فضل الحق وویل " طالبانو د تیرې شپې له دوو بجو راهیسې د چک په ولسوالۍ کې پر څو پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې ۱۲ افغان امنیتي منسوبین ووژل شو".

د چک ولسوال وویل، چې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه تر سهار پورې روان وو، کله، چې نور ځواکونه سیمې ته ورسیدل، وسله وال طالبان هم د جګړې له سیمې په شا شول او له لاسه وتلې سیمې بیرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې.

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک امریکا غږ اشنا راډیو ته د دغو جګړو په اړه وویل، چې د سیداباد د ولسوالۍ د سالار او چک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې لږ ترلږه شل افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

ښاغلي هوتک وویل " تیره شپه طالبانو د سیداباد ولسوالۍ د سالار او شش ګاو او د چک ولسوالۍ د بمبای په سیمو کې د افغان پولیسو او افغان پوځ په پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې د شلو او پنځویشتو تنو ترمنځ امنیتي منسوبین وژل شوي دي".

خود میدان وردګ ولایت امنیتي چارواکو د ښاغلي هوتک دا ادعا تائید نه کړه.

د دغه ولایت د والي ویاند محب الله شریفزي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې تراوسه په دغو جګړو کې د افغان امنیتي منسوبینو ته د سر د رسیدلي زیان په اړه ورسره دقیق شمیر نشته دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې د چک ولسوالۍ د تیرې شپې په جګړو کې ۲۰ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي او د دغې ډلې وسله والو درې تنه نور ژوندي هم نیولي دي.

د میدان وردګ ولایتي چارواکي وايي د تیرې شپې له جګړو وروسته نن د سه شنبې په ورځ په سیمه کې وضعیت بیرته ارام شوی او افغان ځواکونو ټولې له لاس څخه وتلې پوستې بیرته نیولي دي.

XS
SM
MD
LG