د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر: د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خنډونه دې لیري شي


ملا هبت الله د طالب بندیانو په پرېښودو ټېنګار
ملا هبت الله د طالب بندیانو په پرېښودو ټېنګار

د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده وايي د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې خنډونه دې لیري کړي.

نوموړي د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره د خپلو بندیانو پر خلاصېدو ټینګار کړی دی.

هغه ویلي: "داچې موږ د سولې په لور قدمونه اخلو د بندیانو خلاصون یې یوه لویه برخه ده چې هم اعتماد رامنځ ته کوي او هم د سولې لار لنډوي... داخلي جهتونه دې د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه بې له ځنډه لېرې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د بین الافغاني خبرو تر سره کېدو په اړه هڅې زیاتې شوي، خو د عملي تر سره کېدو څرک یې لا نه تر سترګو کیږي.

که څه هم افغان حکومت تر دامهاله د طالبانو د مشر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې لوی خنډ یې د طالبانو د تاوتریخوالي زیاتوالی ښودلی دی.

افغان حکومت تر دې مخکې پخپلو بیانونو کې ویلي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو خلک د سولې پر بهیر بې باوره کړي او بین الافغاني خبرو په وړاندې لوی خنډ جوړ کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا همدارنګه ویلي چې د سولې خبرو کې د ښه نیت له مخې تر دا مهاله د افغان حکومت لخوا څه باندې ۴۰۰۰ طالب بندیان ازاد شوي، خو وايي چې پاتې نژدې۶۰۰ یې د حق العبدي مسائلو له مخې نه خوشي کوي.

د طالبانو مشر همدارنګه پخپل اختریز پیغام کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو ایستلو د لړۍ پیلېدو هر کلی کړی او د امریکا څخه یې غوښتي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

د امریکا دفاع وزارت هم تائید کړې وه چې له طالبانو سره د قطر تړون له مخې په افغانستان کې له پنځو اډو څخه یې خپل ځواکونه ایستلي او افغان ځواکونو ته یې پرېښي دي.

د تیرې چنګاښ میاشتې پر ۲۴مه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وویل چې د دوحې تړون پر لاسلیک له ۱۳۵ ورځو تیرېدو څخه د امریکا متحده ایالاتو هڅه کړې چې په لومړنیو ژمنو ودریږي.

هغه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر کمېدل او له پنځو پوځي اډو څخه ایستل د امریکا متحده ایالاتو له ژمنو څخه بللي او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر هم کم شوی دی.

خو امریکايي چارواکو تر دې مخکې په وار وار ویلي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو وتل د طالبانو لخوا د دوحې تړون د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد روانه اونۍ د افغان سولې په اړه افغانستان او څلورو نورو هیوادونو ته په سفر وتلی دی.

تیره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ پخپل راپور ویلي چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۳۴۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما ویلي و چې د یادو کسانو له ۱۲۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۷۶ نور ټپیان شوي دي چې په وینا یې د یادې مرګ ژوبلې ۴۳ سلنه وسله والو طالبانو او ۲۳ سلنه مسؤلیت د حکومت ملاتړو عناصرو ته متوجه دی.

XS
SM
MD
LG