د لاس رسي وړ اتصالات

پنجشیر کې د مقاومت جبهې د غړو د مړو ښخولو د مخنیوي ادعا؛ طالبان یې ردوي


Panjshir
Panjshir

د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ ځینې اوسیدونکو ادعا کړې چې د تیرڅو ورځو راهیسې د طالبانو د مخالفې جبهې د ځواکونو مړي په غرونو کې پاتې دي او طالبان هیچاته د مړو د ښخولو اجازه نه ورکوي، خو د طالبانو چارواکو دا ادعاوې ردې کړي دي.

د سیمې یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۵ (وږې ۲۴) امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو د درې ولسوالۍ د کرامان درې په غرونو کې اته تنه ددغه اوسیدونکي د ادعا له مخې له نیولي اود نیولو وروسته یې وژلي دي.

هغه وویل، چې ددغې پیښې څخه څلور ورځې تیریږي خو تراوسه د سره صلیب،سرې میاشتې کارکوونکو او د سیمې اوسیدونکو ته ددې اجازه نه ده ورکړل شوې چې د مقاومت د جبهې د وسله والو مړي د ښخولو لپاره له غرونو ښکته کړي.

د پنجشیر د ولایت ددغه اوسیدونکي د ادعا پر اساس دا بندیان د کرامان د درې د پوجاوه، تمبنه او ملیمه د سیمو اوسیدونکي وو.

په تیرو دوو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې یو شمیر کسان چې ویل شوي د مقاومت د ملي جبهې غړي دي او لاسونه یې تړي دي د طالبانو له خوا بندیان شوي دي.

یوه دغسې ویډیو د درې ولسوالۍ یو اوسیدونکي امریکا غږ ته استولې په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې د طالبانو وسله وال په څو تنو باندې ډزې کوي او هغوی وژني.

امریکا غږ تراوسه په خپلواک ډول دغه ویډیوګانې نه دي تائید کړي.

د مقاومت د ملي جبهې ویاند صبغت الله احمدي ددغې جبهې د اتو وسله والو وژل تائید کړي دي او ویلي یې دي، چې د طالبانو له خوا د بندیانو وژل د " اسلامي موازینو" بشري حقونو او نړیوالو قوانینو په خلاف عمل دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو ځینو رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو له خوا په عمدي ډول د بندیانو وژل کیدل رد کړي دي او ادعا یې کړې چې دغو وسله والو د طالبانو پر ځواکونو د برید نیت درلود او په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

د بلې خوا د درې ولسوالۍ د عبدالله خیلو په سیمه کې یو شمیر کسانو چې خپلوان یې د مقاومت د جبهې د ځینو غړو سره په جګړه کې وژل شوي ادعا کړې چې په وروستیو جګړو کې ددې جبهې څو تنه وژل شوي او مړي یې لا هم په غرونو کې پاتې دي.

ددې سیمې یو اوسیدونکي امریکا غږ ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې " په سلګونو طالبانو څلور ورځې وړاندې په دره باندې برید وکړ او د مقاومت د جبهې د وسله والو سره یې څو ساعتو لپاره نښته وکړه چې په پایله کې قومندان ملک خان د خپلو څو تنو سره د طالبانو په کمین کې ووژل شو. ددغه اوسیدونکي د ادعا پر اساس طالبانو سیمې خلکو ته ګواښ کړی که هرڅوک غرونو ته د مړو د ښخولو لپاره پورته وخیژي وبه یې وژني".

ملک خان د طالبانو یو پخوانی قومندان و، چې په دې وروستیو کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د مخالفې جبهې سره یوځای شوی و. هغه د درې په ولسوالۍ کې د طالبانو د مخالفې جبهې د یوې قرارګاه مشري په غاړه لرله.

اوړمه ورځ طالبانو په یو اعلامیه کې ادعا وکړه چې د پنجشیر ولایت په دریو ولسوالیو کې یې تصفیوي عملیات کړي چې په ترڅ کې ددریو سمیه ییزو قومندانانو په ګډون ۴۰ مخالف وسله وال وژل شوي او شاوخوسل تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

خو د مقاومت ملي جبهې د طالبانو د حکومت د ویاند دا ادعا ردکړې ده او ویلي دي چې د طالبانو له خوا د اعلان شوي شمیر پرتله یې په جګړه کې کم تلفات لرل. همداشان دغې جبهې د پنجشیر ولایت په وروستیو جګړو کې طالبانو ځواکونو ته د سر د درون زیان د رسولو ادعا هم کړې ده.

د طالبانو غبرګون

د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو امریکا غږ سره په خبرو کې د مقاومت د جبهې د بندیانو وژلو په اړه له څرګندونو ډډه وکړه خو زیاته یې کړه چې سیمه ییز چارواکي له غرونو څخه ښخولو لپاره د مړو د ښکته کولو سره مخالفت نلري.

د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو د والي ویاندابوبکر صدیقي وویل " د ولایت له طرف څخه په دې اړه هیڅ مشکل نشته دی. سره میاشت او سره صلیب اداره اجازه لري چې سیمې ته لاړ شي ، ولې په هغه ځای ( درې ولسوالۍ) ممکن د دفاع وزارت له خوا ستونزې وي ".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG