د لاس رسي وړ اتصالات

نادري: طالبان د درې میاشتني اوربند لپاره د ۷۰۰۰ بندیانو خوشې کیدل غواړي


د طالبانو ډلې د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې چې د حکومت په زندانونو کې بندیان دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې پداسې حال کې چې د طالبانو دغه غوښتنه یې "ډیره ډیره درنده" وبلله وویل چې دغه ډله همداشان د ملګرو ملتونو د بندیزونو له تور لیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو حذف کیدل هم غواړي.

تر اوسه روښانه نده چې د افغانستان حکومت د طالبانو دغې غوښتنې ته څه ځواب ورکوي، خو د د امریکا-طالبانو د موافقې له لاس لیک وروسته د افغانستان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړل.

ښاغلي نادري وویل چې پخوا شاهد وو چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدو نه یواځې حالات ښه نکړل بلکه تاوتریخوالي سخت زیات شو.

د درې میاشتني اوربند بحث پداسې حال کې مطرح کیږي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په څو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي او دواړه خواوی ادعا کوي چې یو بل ته یې سخت تلفات اړولي دي.

د طالبانو له لورې د اوربند د طرحې په اړه د ښاغلي نادري څرګندونو د ټولنیزو رسنیو د کارونکو ترمنځ زیات غبرګونونه لرل.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون استاده مسکا دستګیر، په ټویټر لیکلي د طالبانو له لورې د اوربند وړاندیز پدې خاطر دی چې دغه ډله هغه ساحې چې په وروستیو اونیو کې یې نیولي ټینګې کړي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د بیرته نیولو مانع شي.

طالبانو په څو تیرو اونیو کې په لسګونو ولسوالۍ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې نیولي دي، خو افغان امنیتي مقاماتو ویلي دي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په خاطر ددغو ولسوالیو څخه په تکتیکي بڼه وتلي دي.

پدې ترڅ کې ټاکل شوې د جمعې په ورځ د افغانستان د حکومت د استازو او یو شمیر افغان سیاسي څیرو په ګډون یو پلاوی د طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG