د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د پاسپورټ وېش بند شو


طالبانو تر نا معلومې مودې پورې په کابل کې د پاسپورټ وېش بند کړ
طالبانو تر نا معلومې مودې پورې په کابل کې د پاسپورټ وېش بند کړ

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه نومبر ۱۵ (لړم۲۴) اعلان وکړ چې سره له سبا به تر نامعلومې مودې پورې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده وي.

د پاسپورت د ریاست سرپرست علم ګل حقاني په یو ویدويي پیغام کې چې د پاسپورت ریاست په فیبسوک پاڼې کې خپور شوی،‌ وايي چې د پاسپورټ ریاست ځینې وسائيل له کاره لویدلي دي.

هغه وايي: «... نن یوه بجه کې د بایو مېټریک ماشینونو کار پرېښی او هېڅ کار یې نه کاوه... چې دا ماشین کار پرېږدي، بیا هغه ټول اسناد چې په کې جمع شوي وي هغه هم ډیلیټ (حذف) کیږي. نو د دې لپاره چې موږ خپل کارمندان هم زیات کړو او د بایو مېټریک او نور ماشین الات هم پوره کړو، تر هغه وخته پورې د پاسپورټ ریاست خپل کار ته توقف ورکوي.»

نوموړي وویل هره ورځ د «۱۵۰۰۰ او ۲۰۰۰۰» پورې کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره ورځي، خو د هغوی کاري ظرفیت او پرسونل شاوخوا ۳۰۰۰ دی.

هغه وايي د پاسپورټ وېش یوازې د څو ورځو لپاره د کابل د پاسپورټ په ریاست کې ځنډول شوی دی. نوموړي ونه ویل چې ماشینونه او نور وسائيل او امکانات به کله پوره کوي او د پاسپورټ د وېش لړۍ به بیا کله پیلوي.

خو ښاغلي حقاني‌ ژمنه وکړه چې «ان شاءالله په راتلونکو څو ورځو کې موږ د پاسپورټ د ریاست په مرکز کې بېرته خپل کارونه» پيلوو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاسپورټ ریاست دوې ورځې مخکې اعلان وکړ چې په ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندز، خوست او پکتیایې د پاسپورټونو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

دا مهال د طالبانو حکومت یوازې هغو کسانو ته پاسپورټونه ورکوي چې کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره یې انلاین فورمې ډکې کړې دي.

طالبانو همدغه راز ویلي دي‌ هغوی ناروغانو ته هم پاسپورټ ورکوي ‌چې په افغانستان کې یې علاج ممکن نه دی.

XS
SM
MD
LG