د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان:۱۲ هیوادونو کې۸۰۰۰ افغانان بندیان دي؛ اکثریت یې ایران کې دي


د طالبانو د حکومت زندانونو چارو د سمون اداره واِيي چې اوس مهال د دوه زرو ښځو په ګډون شاوخوا یوولس زره بندیان ددغې ادارې ترڅارنې لاندې زندانونو کې ساتل کیږي.
د طالبانو د حکومت زندانونو چارو د سمون اداره واِيي چې اوس مهال د دوه زرو ښځو په ګډون شاوخوا یوولس زره بندیان ددغې ادارې ترڅارنې لاندې زندانونو کې ساتل کیږي.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې اوس مهال د ایران او پاکستان په ګډون په ۱۲ هیوادو نو کې تر ۸۰۰۰ پورې افغانان بندیان دي، چې ددغو بندیانو د انتقال لپاره له شمیر هیوادونو سره اړیکې هم نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس محمد یوسف مستري او ددغې ادارې ځینو نورو چارواکو د یکشنبې په ورځ سپتمبر اول ( وږي ۱۱) خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو هیوادونوپه زندانونو کې ترټولو زیات شمیر افغانان په ایران کې بندیان دی.

مستري وویل چې د چین په ګډون په نږدې ۱۲ هیوادونو کې یو شمیر افغانان په مختلفو جرمونو باندې بندیان دي.

مستري زیاته کړه: "په غټه کچه چې مونږ افغان بندیان لرو هغه په ایران کې لرو، چې د تیرو کلنو پرتله باندې چې مونږ ایران کې شاوخوا ۶۰۰۰ بندیان درلودل، په تیرکال کې مونږ له ایران څخه ۱۱۵۸ بندیان افغانستان ته انتقال کړي او نږدې ۱۰۰۰ تنه هغوي [ایران] په خپله خوشې کړي نو مونږ هلته ۵۰۰۰ زره یا ۶۰۰۰ بندیان لرو."

افغانستان او ایران د بندیانو د انتقال لپاره د پخواني جمهوري رژيم پرمهال یو تړون لاسلیک کړی چې لا هم د دغې تړون پراساس دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو انتقال ترسره کیږي.

د طالبانو د حکومت زندانونو چارو د سمون د ادارې عمومي رئیس وویل چې نږدې لسو هیوادونو سره یې د بندیانو د انتقال لپاره خبرې کړي، خو تراوسه لا په دې برخه کې ددغو هیوادونو سره د بندیانو د انتقال موافقه نه ده شوې.

هغه د تیرکال په اوږدو کې د چین، د عمان د سلطنت، کویټ، متحده عربي اماراتو له زندانانو د یو شمیر افغان بندیانو د انتقالیدو یادونه وکړه او ویې ویل چې د چین څخه تیرکال افغانستان ته یو انتقال شوی بندې لا هم د څرخي پله په زندان کې د خپل بند پاتې موده تیروي. همداشان هغه وویل چې د چین څخه یې د یو افغان بندي مړی افغانستان ته انتقال کړی دی.

طالبانو په زندانونو کې ښځینه بندیانې

د طالبانو د حکومت زندانونو چارو د سمون ادارې چارواکو خبریالانو ته وویل چې اوس مهال د کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو په زندنونو کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان چې تر ۱۰۰۰ پورې یې ښځې دي بندیان دي.

تیرکال د اګست په میاشت کې ددغې ادارې چارواکو ویلي وو چې د طالبانو د واکمنۍ په دوو لومړیو کلنو کې۳۲۰۰۰ کسان ورسره بندیان وو چې ددغې نیمايي یې د طالبانو د مشر د فرمان له مخې خوشې کړي دي.

محمد یوسف مستري وویل چې ددې سربیره تر ۱۵۰ پورې بهرنیو هیوادونو اوسیدونکي چې اکثره یې د ګاونډیو هیوادونو اوسیدونکي دي او ترډیره د جنايي فعالیتونو په تړاو نیول شوي د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

خو هغه خبریالانو ته وویل چې امریکايي بندیان په دې شمیر کې شامل نه دي او امریکايي بندیان دده ترمشرۍ لاندې د ادارې په زندانونو کې نه ساتل کیږي.

هغه وویل چې دا ډول بندیان د هغو ادارو سره دي چې ورڅخه پلټنې کوي.

هغه وویل: "د اوس لپاره د محابسو په اداره زمونږ سره په ملکي اداره کې امریکايي بندیان نشته دی." هغه وویل کیدای شي دا بندیانو د طالبانو د ځینو پلټوونکو ادارو سره بندیان وي او پلټنې لا هم ورڅخه روانې وي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې درې امریکايي اتباع د طالبانو سره بندیان دي. په دې دریو بندیانو کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې پخوانی رئیس محمودشاه حبیبي چې امریکايي تابعیت لري هم شامل دی. خو طالبانود حکومت ویاند سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې ښاغلی حبیبي د طالبان په زندان کې نشته دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي پلټنو ادارې تیره میاشت له خلکو وغوښتل که د محمود شاه حبیبي په اړه معلومات لري دغې ادارې سره دې شریک کړي.

د طالبانو د حکومت زندانونو چارو د سمون ادارې مشر په افغانستان کې د سیاسي بندیانو شتون ومانه، خو ددغسې بندیانو د شمیر او هویت په اړه څه ونه ویل.

هغه وویل: "داسې هیواد نشته چې په هغې کې به سیاسي بندیان وي[نه وي] ځکه په هر هیواد کې جنايي، حقوقي او سیاسي بندیان حتمي وي، خو هر هیواد بیا د سیاسي بندیانو لپاره ځانله کسان لري د جنايي بندیانو لپاره ځانله کسان لري. سیاسي بندیان د هیواد د هغو کسانو په لاس کې دي چې د هغو سره یې یا ګرفتاري ده یا یې تحقیقات دي او یا هغوی ته سپارل شوي دي". دمخه د طالبانو حکومت د افغانستان په زندانون کې د سیاسي بندیانو شتون رد کړی وو.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په ګډون د بشري حقونو یو شمیر نړیوالواو افغان بنسټونو په جلا جلا راپورونو کې ویلي چې په تیرو شاوخوا دریو کلنو کې طالبانو خپل زرګونه مخالفان نیولي او په زندانونو کې یې اچولي دي.

د بګرام زندان بیرته فعالیدل

د طالبانو د حکومت زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې د بګرام په هوايي اډه کې د بګرام زندان د بیرته فعالولو لپاره اقدامات پیل شوي او یوشمیر بندیان هم دغه زندان ته انتقال شوي دي.

هغه وویل: "د بګرام زندان د فعالیدو په حالت کې دی هغه زندان یو غټ زندان دی دا دوه دوه نیم کلونه وشو چې دا زندان د تخریبیدو سره مخ وو... د اوس لپاره د هیواد د امنیت ملي کسانو[طالبانو استخباراتو ریاست] په لاس کې ورکړل شوی دی... البته څه بندیان یې هم هلته انتقال کړي دي."

د بګرام زندان چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پرمهال د اوږدو کلنو لپاره د دغو ځواکونو په لاس کې وواو بیا وروسته یې مسوولیت د افغانستان پخواني جمهوري رژیم ته وسپاره، د طالبانو او د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش یو شمیر مهم بندیان په کې ساتل کیدل. په دې زندان کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوړ چارواکی مالي خان او د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست ورور انس حقاني هم په دغه زندان کې ساتل کیدل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG