د لاس رسي وړ اتصالات

یو بندي طالب په زابل کې څلور پولیس ووژل


افغان امنیتي چارواکي وايي، په وروستیو اونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د نورو میاشتو پرتله زیات شوي دي
افغان امنیتي چارواکي وايي، په وروستیو اونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د نورو میاشتو پرتله زیات شوي دي

د زابل ولایت مقاماتو ویلي د دغه ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې یو بندي طالب تیر ماښام (د تلې په لومړۍ نیټه) د لمانځه پر مهال د دغې ولسوالۍ د امینه قومندانۍ د یو پولیس څخه وسله اخیستې او پر پولیسو یې ډزې کړي دي.

د زابل ولایت امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار، د امریکا غږ ته وویل چې ددغه بریدگر په ډزو کې څلور پولیس منسوبین وژل شوي دي او درې تنه نور ټپیان شوي.

ښاغلي مایار وویل "کله چې د پولیسو مرستندویه قواوی د شهر صفا ولسوالۍ په لور روانې وې د لارې په اوږدو کې د دښمن له کمین او د ښځ شوي ماین سره مخامخ شول چې پدې پیښه کې د پولیسو څلور منسوبین ووژل شول."

یو بل امنیتي مقام د امریکا غږ ته وویل چې دغه بریدگر د پولیسو له وژلو وروسته د وسلو او مهماتو زیرمتون ته چې په همدې ودانۍ کې و ورغلی او د وسلو نه په استفادې یې د څو ساعتونو لپاره د افغان قواو سره جگړه کړې ده.

ښاغلي مایار وویل چې نښته د یکشنبې د شپې په اته بجو پیل شوې وه او د دوشنبې په ورځ د غرمې یوه بجه پای ته ورسیده. هغه وویل چې بریدگر د پولیسو مهمات چولي او په نتیجه کې یې د ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ تخریب شوې ده.

د زابل پوليس مقامات وايې چې بندي طالب په کندهار کې نیول شوی او څلور ورځي وړاندي له کندهار څخه یادي ولسوالۍ ته پلټنو لپاره لیږل شوی وو. خو د زابل امنیه قوماندان وایي تر اوسه ددغه شخص پوره هویت ندی معلوم شوی چې ایا د طالبانو پورې مربوط و او که د نورو ترهگرو ډلو پورې.

د زابل شهر صفا ولسوالي په دې ولایت کې له نسبتآ امن ولسوالیو څخه بلل کیږي چې د کندهار سره په ګاونډ کې پرته ده.

طالبانو له بند څخه د افغان سرتیرو ازادیدل

د میدان وردګ ولایتي امنیتي چارواکي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، چې د تیرې یکشنبې د ورځې ( تلې لومړۍ) د دغه ولایت د جغتو په ولسوالۍ کې پیل شوي وو، په پایله کې یې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال قاري سید رحیم په ګډون شاوخوا څلویښت طالب وسله وال وژل شوي دي.

د میدان وردک امنیه قومندان جنرال ویس صمیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغو عملیاتو کې د افغان پوځ د یو شمیر کماندو سرتیرو په ګډون اته تنه، چې طالبانو سره بندیدیان وو، همد هغوی له بند څخه ازاد کړي دي.

جنرال صمیمي وویل، چې په راخوشې شوو بندیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

خو د میدان وردک ولایت د والي ویاند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه د جغتو په ولسوالۍ کې د افغان پوځ په عملیاتو کې تر شلو بندیان خوشې شوي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د جغتو په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه ویلي، چې تیره شپه د امریکايي هوایي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ ملکي وګړي، چې ۱۲ تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG