د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: طالبانو د خبرو پېلېدو لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي


دانش وایي طالبانو د خبرو پیلېدو لپاره یې نوي شرطونه واندې کړي
دانش وایي طالبانو د خبرو پیلېدو لپاره یې نوي شرطونه واندې کړي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ مذاکرات د «یو نسبي په ټپه ولاړ» حالت سره مخ دي.

سرور دانش نن جمعه فبروري ۱۲( سلواغې ۲۴) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د یاد خنډ د رامنځته کېدو عامل طالبان یاد کړل او ویې ویل چې د دغه ډلې استازي د سولې خبرو پر ځای پخپلو سیاسي سفرونو بوخت دي.

هغه وویل:"د دوحې مذاکرات د یو نسبي په ټپه ولاړ حالت سره مخ دي، د طالبانو استازي پخپلو سیاسي سفرونو بوخت دي او حتا د خبرو پیلېدو لپاره یې نوي شرطونه واندې کړي چې په هیڅ صورت د سولې بهیر په ګټه نه دي."

هغه ونه ویل چې د طالبانو نوي شرطونه څه دي.

طالبانو لا د ښاغلي دانش د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي‌ ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې طالبانو د افغان سولې په تړاو "کلک دریځ" غوره کړی دی.

نوموړي چې تیره ورځ د ملي مصالحې د عالي شورا د ګوندونو د کمېسیون د پرانیستلو په مراسمو کې وینا کوله هیله وښوده چې د دوحې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی خنډ له منځه لاړ شي.

عبدالله وویل: "لنډه دا چې طالبانو ډېر کلک دریځ غوړه کړی دی او په خواشینۍ سره چې دا په کارونو کې له پرمختګ سره مرسته نه کوي."

د دوحې تړون کې چې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۹مه د قطر په پلازمینې دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کموي، د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کوي او له افغان دولت سره د سولې مذاکرات پیلوي.

افغان چارواکي وايي چې طالبانو د دغه تړون په اساس په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG