د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د خواف- هرات د اورګادي له لارې د سوداګریزو توکو لیږد ژر پیلیږي


د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ اداره وايي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف- هرات د اوسپنې د پټلۍ د درییمې قطعې کار بشپړ شوی او ټاکل شوې ډیر ژر به پر دغې لارې د سوداګریزو توکو انتقال پیل شي.

د اوسپنې د پټلۍ ادارې د سه شنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۱ ( حمل ۲۲) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ددغې ادارې سرپرست بخت الرحمان شرافت په مشرۍ یو پلاوي د ایران د اوسپنې د پټلۍ د شرکت د مرستیال سید مصطفی داوودي په مشرۍ د یو پلاوي سره د خواف- هرات د اوسپنې د پټلۍ لیدو ته ورغلي وو.

په اعلامیه کې ویل شوي: " دواړه لوریو د اوسپنې پټلۍ د وروستي وضعیت تر کتنې وروسته، د غوریان ولسوالۍ په روزنک ستیشن کې ګډه ناسته وکړه او په دې ټینګاروشو، چې هر څومره ژر، چې کېدای شي باید له دې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات پیل شي".

د خواف – هرات د اوسپنې د پټلۍ د درییمې قطعې ځینې برخې په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته تخریب شوې وې، چې له امله یې د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پواسطه د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد هم بند شوی دی.

طالبانو حکومت ددغې لارې د بیا رغونې چارې تیرلمریز کال پیل کړې وې، چې اوس د اوسپنې د پټلۍ اداره وايي، دا قطعه بیرته ترمیم شوې او د اورګاډي تګ راتګ لپاره چمتو ده.

ددې ادارې د چارواکو د وینا پر اساس ټاکل شوې ډیر ژر به پر دغې لارې د ایران او افغانستان ترمنځ د سودګریزو توکو لیږد رالیږد پیل شي.

د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري، چې ۱۴۰ کیلومتره یې د ایران په خاوره کې غځیدلې ده او د پاتې ۸۵ کیلو مترو د غځیدلو کار افغانستان په خاوره کې لا هم دوام لري .

ددغې لارې درییمه قطعه ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د هرات د غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تیریږي او د هرات هوايي ډګر پورې رسیږي.

د اوسپنې د پټلۍ د ادارې چارواکي وايي، چې ټاکل شوې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال تر پایه به د ایران د خواف او د هرات ولایت د هوايي ډګر پورې د اوسپنې د پټلۍ د غځولو کار هم بشپړه شي.

د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د درییمې قطعې د جوړولو د کار قرارداد د یو قزاقستاني شرکت سره د ۵۸.۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی و.

ددغې پروژې کار د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ایران د جمهور رئیس له خوا د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کې په انلین بڼه افتتاح شوی و.

د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه د ۱۳۸۶ لمریز کال کې د ایران په نوښت پیل شوې وه.

اوس مهال افغانستان د ازبیکستان سره د حیرتان بندر له لارې او د ترکمنستان سره د اقنې او تور غونډۍ د بندرونو له لارې د اوسپنې پټلۍ له لارې نښتی دی.

XS
SM
MD
LG