د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د خوف ـ هرات اوسپنې پټلې دریمې برخې کار به ژر بشپړه شي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د طالبانو حکومت د اوسپنې پټلۍ ادارې مسؤلین وايي، د خوف - هرات اوسپنې پټلۍ د دریمې برخې کار به ژر پای ته ورسیږي.

دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې د ریلي او غیر ریلي ترمیماتو چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي. د دې پروژې ترمیمات ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي او تر راتلونکو څو ورځو به یې چارې پوره شي. تمه ده چې تر بشپړېدو وروسته به یې له ایران هېواد سره انتقالات پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت یو پلاوی د جون میاشتې پر ۱۱ (غبرګولې ۲۱) د خواف ـ هرات دریمې برخې د ترمیم د پاتې چارو بیا پیل کېدو په اړه د بحثونو لپاره ایران ته ولاړ.

د اوسپنې پټلۍ ادارې هغه مهال ویلي و چې دغه پلاوی به د خواف ـ هرات دریمې ټوټې د ترمیم د پاتې چارو بیا پیل کېد تر څنګ د انتقالاتو پر بیا پیل او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي او تخنیکي زده کړو پروګرامونو د برابرولو په اړه هر اړخیزه بحثونه وکړي.

د هرات ـ خواف د اوسپنې دغه پټلۍ ۲۲۵ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۱۴۰کیلومتره یې د ایران او ۸۵ کلیومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده.

د خواب ـ هرات د اوسپنې پټلۍ دریمه برخه چې ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري د هرات ولایت له زنده جان، انجیل او غوریان ولسوالۍ څخه په تېرېدو د غوریان ولسوالي د هرات له هوايي ډګر سره نښلوي.

د افغانستان تیر حکومت د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ دریمې برخې جوړولو تړون د ۵۸.۵ میلیون ډالرو پخ ارزښت له یو قزاقستاني شرکت سره کړی و او تر هغه وروسته د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې پر لسمه د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ایراني ولسمشر لخوا په انلاین توګه پرانیستل شوه.

ویل کیږي چې اوس مهال د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ ځیني برخې بیرته خرابې شوي او بیا رغونې ته اړتیا لري.

هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ په یو کال کې د شپږ میلیونه سوداګریزو توکو او د یو میلیون مسافرو د انتقالولو ظرفیت لري.د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوی و.

XS
SM
MD
LG