د لاس رسي وړ اتصالات

شړل او ستنیدل؛ تیره اونۍ له ۱۱ زرو څخه زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي


له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدو د بهیر په لړ کې د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت له دغه هیواد څخه تیره اونۍ په جبري ډول وطن ته له یوولس زرو څخه د زیاتو افغان کډوالو د ستنیدلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۲۷ ( لړم پنځم) ویلي، چې یوازې تیره ورځ یو زر او ۵۸۸ تنه د هرات په ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام قلعه د سرحد له لارې وطن ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي ددغو ستانه شوو زیات شمیر یې د هغوی د رضا پرته او په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي، د لړم په څلورمه او درییمه نیټه، پنځه زره او ۳۶۰ افغان کډوال د نیمروز او هرات ولایتونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې ددغه شمیر زیات یې د ایراني پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د تلې د تیرې میاشتې د ۲۸ نیټې څخه د لړم د لومړۍ ورځې پورې د ایران څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون له درې زرو او سلو څخه زیات افغان کډوال وطن ته راغلي دي.

دغه وزارت ویلي، چې کوم افغان کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت د نړیوالې ادارې له خوا ورسره نغدي مرستې کیږي.

طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ارسلا خان خروتي تیره اونۍ خبریالانو ته ویلي، چې په تیر یو کال کې له بهرنیو هیوادونو څخه اوه سوه زرو پورې افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي، چې ددغه شمیر نیمايي ستانه شوو کډوالو سره د بیا مشیت کیدو په برخه کې مرستې شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تیره اونۍ افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق سره په تهران کې په کتنه کې ویلي و، چې افغانستان کې د تیر میلادي کال د سیاسي بدلون وروسته ۱.۵ میلیونه افغان کډوال دغه هیواد ته تللي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې هغه شمیر بهرني اوسیدونکي چې د ایران د بهرنیو اوسیدونکو د پیژندلو په پروګرام کې یې نوم نه دی لیکلی په دغه هیواد کې یې اوسیدل غیرقانوني دي.

ښاغلي وحیدي ویلي، چې ددې وروسته به د "غیرقانوني اوسیدانې" د قوانینو له مخې دغسې کډوالو سره د قانوني چلند څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG