د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايی دغې ډلې سره د روسیې د پوځي مرستو ادعاوې رښتیا نه دي


که څه هم طالبانو د روسیې له خوا دغې ډلې ته د پوځي مرستو برابرول رد کړي، خو دغه هیواد سره د اړیکې یې نه دي رد کړي.
که څه هم طالبانو د روسیې له خوا دغې ډلې ته د پوځي مرستو برابرول رد کړي، خو دغه هیواد سره د اړیکې یې نه دي رد کړي.

د روسیې د فدراسیون وروسته طالبانو هم دغې ډلې سره د روسیې د مرستو په اړه د یو شمیر افغان امنیتي چارواکو او د پارلمان د غړو ادعاوې، چې په افغانستان کې په سیمه ایزو رسنیو کې په پراخه توګه پرې خبرې کیږي رد کړې دي.

طالبانو رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي"له تیرې څه مودې راهیسې ځينې کړۍ د رسنیو له لارې ادعا کوي چې د روسیې هیواد له اسلامي امارت سره نظامي مرستې کوي. اسلامي امارت دا ادعاوې په کلکه ردوي، اسلامي امارت له روسیې څخه هیڅ ډول نظامي او یا لوژیستیکي مرستې نه دي ترلاسه کړي".

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په دغه استولي بیان کې له روسیې سره د اړیکو خبره نه ده رد کړې او ویلي یې دي چې طالبان د خپل هیواد او اولس د ملي منافعو او آرام راتلونکي لپاره د ګاونډیو هیوادونو او ګڼو نورو سیمیزو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په دې برخه کې له اړوندو اړخونو سره سیاسي تفاهم یوه ملي اړتیا بولي.

دې بیان کې ویل شوي "اسلامي امارت د خپلې بشپړې واکمنۍ په مهال هم د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو او تفاهم هڅه کوله د نړۍ له هیوادونو سره دغه ډول اړیکي د هیچا په ضد او د هیڅ لوري په زیان نه دي؛ بلکې د افغانستان خلک او دا جګړه ځپلی هیواد د دا ډول سالمو اړیکو پراختیا او تقويې ته اړتیا لري".

طالبانو د رسنیو له خوا د دغسې رپوټونو خپرول د ځینو استخباراتي کړیو له خوا د دغې ډلې په اړه د افغانان ذهنیتونو د خرابولو هڅه ګڼلې ده.

د طالبانو او روسیې د اړیکو په اړه غبرګونونه

د روسیې فدراسیون که څه هم طالبانو سره خپلې اړیکې تائید کړي، خو دغې ډلې ته یې د پوځي مرستو د برابرولو او همکارۍ په باب رپوټونه له وړاندې رد کړي دي.

کابل کې د روسیې سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي "دا ټول بي اساسه تورونه، ګنګوسې او خام خیالونه دي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې چې اوړمه ورځ خپور شوی د طالبانو سره د روسیې د همکاریو په هکله د ځینو افغان چارواکو او د دغه هیواد د پارلمان د غړو څرګندونې چې په کې طالبانو ته د روسیې د پوځي مرستو د برابرولو ادعا هم شوې د افغان حکومت دریځ نه دی بللی او دا ډول څرګندونې یې د افغان حکومت د پالیسۍ بهر ګڼلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي له یو ګاونډي هیواد – پاکستان - پرته یې اړیکې له نورو سیمیزو او نړیوالو هیوادنو سره ښې دي او توانیدلی چې د سترو سیمه ایزو مسلو په هکله سیمه ایزه اجماع رامنځ ته کړي چې روسیه هم ورڅخه ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت په دغه اعلامیه کې هغو کسانو ته چې روسیې ته یې د طالبانو نه د ملاتړ ګوتې نیولي، ویلي "د دوو دولتونو ترمنځ اړیکې د مخامخ، جوړونکو او پر دوه اړخیزو شفافو اړیکو ولاړې دي او د همدې له امله د اشخاصو د هغو څرګندونو څخه چې په ازاده فضا کې یې څرګندوي زیان نه ویني، ځکه چې د ډیپلوماسۍ دستګاه (د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت) د یوې دولتي ادارې او د افغانستان د یواصلي بنسټ په توګه په منظم او مستقیم ډول د خپل هیواد نظریات خپلو نړیوالو شریکانو او سیالانو ته رسوي".

کابل له مسکو نه په ځانګړې توګه د مخدره توکو په خلاف د مبارزې په لړ کې د همکاریو له کبله ستاینه کړې ده.

طالبانو سره روسیې وسلې

د افغانستان د چارو کارپوهان د طالبانو سره د روسیې د اړیکو او پوځي مرستو د برابرولو په هکله یوه خوله نه دي.

پداسې حال کې چې یوشمیر کارپوهان طالبانو سره پوځي مرستې د روسیې او امریکا ترمنځ په سوریه او اوکراین کې د راپیښ شوو جنجالونو زیږنده ګڼي او وایي چې روسیې په څرګنده د افغانستان په لانجه کې د طالبانو خوا نیولې ده، خو ځینې بیا د طالبانو سره د روسیې د مرستو په هکله خپاره شوي رپوټونه یوازې د ځینو کړیو پروپاګند بولي.

دافغانستان د چارو یو کارپوه احمد سعیدي وايي، چې دوه ورځې وړاندې یې د یو روسیې دیپلومات سره په کتنه کې له هغه په دې هکله پوښتلي وو چې دغه روسي ديپلومات هم دا ادعا رد کړې وه.

ښاغلي سعیدي وویل "هغه وویل مونږ یو کال وړاندې لس زره میله وسله همدې حکومت ته ورکړې وه، د وسلو له تسلیمۍ یوه اونۍ وروسته همدې دولت دا وسله خپلو قطعو ته وویشله د اردو او وسله والو ځواکونو قطعو ته، پرته له شک څخه د یو شمیر ولسوالیو او ولایتونو د سقوط وروسته د دغو وسلو، چې مونږ افغان دولت ته سپارلې وه، څلور پنځه سوه میله یې د دښمن لاس ته ورغلې ده، اوس یو شمیر پر مونږ تور لګوي".

خو د افغانستان پارلمان یو شمیر غړي وایي داسې اسناد په لاس کې لري چې دا ښيی روسیې افغان حکومت او طالبانو ته په یوه اندازه وسلې په عین سریل نمبر برابرې کړي دي.

د پارلمان دا غړي وايی، چې روسیې دا کار د همدې لپاره کړی چې که د طالبانو سره روسي وسلې ولیدل شي نو پرې دغې ډلې ته د وسلو د برابرولو تورونه لګیږي.

طالبانو د روسیې سره د اړیکو په اړه دا سپیناوی په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان په هکله د دولسو هیوادونو یو کنفرانس جوړ شي.

افغان حکومت ویلي چې په دې کنفرانس کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG