د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ښارونو کې بریدونه کوو خو په احتیاط سره


په تیرو کلونو کې طالبانو تر ټولو زیات ځانمرګي بریدونه د کابل په ښار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې کړي دي.
په تیرو کلونو کې طالبانو تر ټولو زیات ځانمرګي بریدونه د کابل په ښار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې هغه رپوټونه ناسم بللي، چې په کې د ده له خولې ویل شوي وو، چې طالبان د ملکي تلفاتو د اندیښنو له امله نور په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه نه ترسره کوي.

ذبیح الله مجاهد په دغه بیان کې ویلي، چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ده د مرکې څخه ناسم تعبیر اخیستی او یا يې د د ده خبرې قصدآ تحریف کړي دي.

د طالبانو ویاند ویلي " د نیویارک ټایمز خبریال پوښتنه وکړه چې ولی له اختر څخه را وروسته په کابل یا بل کوم ښار کې مجاهدینو لوی فدايي بریدونه نه دي کړي. ځواب ورکړل شو چې په ښارونو کې عملیات زمانگیره وي، مجاهدین خورا احتیاط کوي او هڅه کوي چې اهداف په ډير دقت سره په نښه شي، ترڅو له عملیاتو سره ملکي خلکوته زیان ونه رسیږي، نو ځکه په ښارونو کې د عملیاتو اجرا څه وخت ته ضرورت لري او په تلوارسره نشي ترسره کیدلی، چې ان شاءالله د اهدافو په تشخیص کیدو سره به داسې عملیات ترسره شي".

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د چهار شنبې په ورځ لیکلي، چې افغان چارواکو او وسله وال طالبانو ورته ویلي، چې په ملکي میشتو سیمو کې ملکي وګړو ته د سر د زیان د اوړیدو د اندیښنو له امله نور په ښارونو کې بریدونه نه کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې ټلیفوني مرکه کېورته ویلي، چې خپلو وسله والو ته یې امر کړی دی، چې په هغو سیمو کې ځانمرګي بریدونه ونه کړي، چې د ملکي وګړو ژوند ته په کې خطر موجود وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د دغه ویاند له خولې ویلي، چې دا کار د طالب مشرانو د امر پراساس شوی دی.

دغې امریکايي ورځپاڼې د افغانستان د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له قوله لیکلي، چې هغه هم دغې ورځپاڼې ته تائید کړې، چې افغان حکومت هم د طالبانو په فعالیتونو کې بدلون احساس کړیدی او په ښارونو کې په ځانمرګو بریدونو کې کموالی راغلی دی خو دا بریدونه لا په بشپړ ډول بند شوي نه دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په تیر کوچني اختر کې وسله والو طالبانو سره د اوربند وروسته یې، چې د اوربند د مدیریت د ارزولو په اړه د ۳۴ ولایتونو له والیانو سر ه خبرې کړي د دغو والیانو ارزونه داوه، چې د اوربند وروسته په ۲۳ ولایتونو کې په سیاسي فضا کې بدلون راغلی او وضعیت ښه شوی دی.

ښاغلي غني وویل د اوربند وروسته په دوو ولایتونوکې هیڅ پرمختګ نه دی راغلی او ۹ نورو ولایتونو کې د امنیتي خطرونو د شتون سره سره امکانات هم شته، خو وضعیت هم په دغو ولایتونو کې د تعادل کې دی.

XS
SM
MD
LG