د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو حکومت او ترکیه د کډوالو ستونزو ارزولو لپاره یو ګډ کمیسیون جوړوي


د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په ترکیه کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو په سر د ترکي چارواکو سره د خبرو لپاره ددغه وزارت یو پلاوي دغه هیواد ته سفر کړی دی.

د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ اکتوبر۲۰( تلې ۲۸) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه وزارت د وزیر د دفتر د مشر محمد اجمل په مشرۍ یو پلاوي د ترکیې د کډوالو د ادارې د رئیس اتیلا توروس سره په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" په دې کتنه کې دواړو خواو د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره د " کډوالو د چارو په تړاو د اتشې پر اړتیا او یو ګډ کمیسیون رامنځ ته کولو" موافقه وکړه.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني تیره اونۍ په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر جنگ اونال سره په کتنه کې ویلي وو:" په کار دي، چې ترکیه د نړیوالو قوانینو پر اساس د کډوالود جبري ایستلو پر ځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي او همدارنګه کډوالوته د زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره د کډوالو په چارو کې د کډوالو د اتشې لپاره شرایط برابر کړي".

همدا ډول خلیل الرحمان حقاني ټینګار کړی و، چې د هغو افغانانو لپاره، چې وطن ته د ستنیدلو نیت لري د دواړو هیوادونو ترمنځ دې یو ګډ میکانیزم رامنځ ته شي.

تراوسه د ترکیې حکومت د دغو لیدو کتو او ګډ کمیسیون د جوړیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د شمیرنو له مخې اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ زره افغان کډوال په ترکیه کې ثبت شوي دي. په دې شمیر کې په دغه هیواد کې د لنډې مودې د اوسیدانې د اقامت په ویزو میشت افغانان هم شامل دي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو د ټولنې شمیرنې ښيي، چې په دغه هیواد کې له ۴۸ زرو څخه زیات افغانان د اوږدې مودې د اوسیدلو او نږدې ۳۸ زره نور د اوسیدانې په یو کلنو ویزو باندې اوسیږي، همداشان تر ۵۰۰۰ پورې افغان زده کوونکي هم په ترکیه کې دیره دي.

خو ددغه شمیرسربیره په زرګونو افغانان د ترکیې په زندانونو کې بندیان دي. د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې ترکیې ته ددغه وزارت تللي پلاوي په انقره کې د توپلام په نوم یو زندان کې د یو شمیر افغان بندیانو سره کتلي او د هغوی په ستونزو یې ورسره خبرې کړي دي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو د ټولنې د ادعا له مخې د ترکي پولیسو او ددغه هیواد سرحدي ځواکونو له ۱۸۲ زرو څخه زیات بهرني اوسیدونکي نیولي او په زندان کې اچولي دي، چې ددې ډلې ۵۲ زرو څخه زیات یې افغانان دي.

ددغې ټولنې د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۱۵ زرو څخه زیات افغان کډوال د نیولو وروسته ددغه هیواد څخه ایستل شوي دي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو ټولنه وايي، چې ترکیه تقریبا هره شپه په سلګونو افغان کډوال چې د ایران له لارې دغه هیواد ته د ننوتلو هڅې کوي نیسي او بیرته یې ایران ته ستنوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG