د لاس رسي وړ اتصالات

د عیسویانو یوه ټولنه: افغانستان کې شاوخوا ۱۲زره کسان عیسوي شوي؛ طالبان: هېڅ نشته


حسین اندریاس په پښتو او دري ژبو د عیسوي دین په هکله تبلیغ کوي.
حسین اندریاس په پښتو او دري ژبو د عیسوي دین په هکله تبلیغ کوي.

سره له دې چې طالبان وایي په افغانستان کې د عیسویت هیڅ پیرو ژوند نکوي خو د عیسویانو د نړیوالې اندیښنې ) International Christian Concern) په نامه ټولنه چې مرکز یې په واشنګټن ډي سي کې دی وایي چې په افغانستان کې د۱۰۰۰۰ څخه نیولې تر ۱۲۰۰۰ زرو پورې کسان عیسوي دین ته اوښتي دي.

د منځني ختیځ لپاره ددې ادارې د پروګرامونو مسؤلې کلایر ایوانز امریکا غږ ته وویل چې دا اداره په افغانستان کې عیسویت ته د څو اووښتو کورنیو سره مستقیمه اړیکه کې ده چې د طالبانو څخه پټ شویدي.

سره لدې چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته په ځانګړې توګه په شعیه ګانو بریدونه ډیر شوي چې د کولو ادعا یې د اسلامي دولت یا داعش ډلې کړې خو میرمن ایوانز وایي چې افغان عیسویان په ځانګړې توګه د خطر سره مخ دي.

په افغانستان کې د عیسویانو د کره شمیرې په هکله رسمي ارقام نشته خو د متحده ایالاتو د مذهبي آزادۍ کمیسیون په حوالې په یو راپور کې ویل شوي چې تر شاوخوا ۱۲۰۰۰ زرو پورې کسان عیسوي دین ته اوښتي دي.

میرمن ایوانز زیاته کړه، " هغوي (عیسویت ته اوښتي افغانان) ډیر وېریدلي او د طالبانو د سخت هدف لاندې دي. که ونیول شي، د هغوي او خپل خپلوانو ژوند یې په سمدستي توګه د خطر سره مخ دی".

خو طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي په افغانستان کې د عیسویانو موجودیت نه مني.

د دې ډلې یوه ویاند انعام الله سمنګاني په افغانستان کې د عیسویانو د شتون او نه شتون په هکله امریکا غږ ته وویل، "دلته عیسوي اقلیت بیخي نشته او هیڅکله ثبت شوی هم ندی. په افغانستان کې عیسویان نشته".

ښاغلي سمنګاني زیاته کړه چې په افغانستان کې یوازې د هندو او سیک مذهب پیروان شته چې "بشپړه مذهبي" آزادي لري او ژوند یې خوندي دی.

د طالبانو دې چارواکي پدې هکله په ځانګړې توګه څه ونه ویل که په افغانستان کې داسې څوک پیدا شي چې عیسویت ته اوښتی دا ډله به ورسره څه ډول چلند کوي خو د افغانستان په قوانینو کې اسلام ترک کوونکو ته سزا ټاکل شوې.

د عبدالرحمان په نامه یو افغان چې په ۲۰۰۶ کال کې عیسویت ته اوښتی و د کابل یوې محکمې د مرګ په سزا محکوم کړی و خو وروسته د متحده ایالاتو د حکومت د سیاسي فشار له کبله ایټالیا ته ولاړ.

حسین اندریاس د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د روسانو په خلاف جهاد کې هم برخه درلوده.
حسین اندریاس د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د روسانو په خلاف جهاد کې هم برخه درلوده.

د طالبانو لخوا په افغانستان کې د عیسویانو د نه شتون د ادعا سره سره، د امریکا د ټینیسي په ایالت کې میشت یو پخوانی مجاهد حسین اندریاس چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې یې د روسانو په خلاف جګړې کې برخه اخیستې وه خو وروسته عیسویت ته واوښت هره ورځ په پښتو او دري ژبه په ټولنیزو شبکو کې د عیسوي دین تبلیغ کوي.

اندریاس امریکا غږ ته وویل، "مونږ دلته په ټینیسي کې د افغانانو یوه کلیسا لرو چې ۱۵ غړي لري. مونږ همدارنګه په کنټاکي او د لاس انجلس په ښارونو کې هم د افغانانو کلیساګانې لرو".

دغه پخواني مجاهد همدرانګه وویل چې ډیری افغانان چې په متحده ایالاتو کې کلیسګانو ته ځي، هغه افغانان دي چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته امریکا ته راغلي.

په افغانستان کې نور مذهبي اقلیتونه

سره لدې چې یو وخت په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰ زرو افغان سیکانو او هندوانو ژوند کاوه خو اوس داسې ویل کیږي چې ښایي یوازې ۳۰۰ کسان یې په افغانستان کې پاتې وي.

د دې تر څنګ یوازینی افغان یهود زیبولن سینمتوف هم تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان څخه ووت.

د متحده ایالاتو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان واک ته رسیدلي، د افغانستان څخه یې څه باندې ۱۲۴ زره افغانان را ایستلي.

XS
SM
MD
LG