د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د داعش په مهارولو کې د امریکا سره همکاري نکوو


پداسې حال کې چې د طالبانو او متحده ایالاتو جګپوړي چارواکي په قطر کې د یو لړ موضوعاتو په هکله د خبرو لپاره جرګه شوي، طالبانو ویلي چې د داعش ډلې د مهار کولو لپاره د امریکا سره همکاري نکوي.

ویل کیږي چې د دوحې په غونډې کې به د دواړو لورو جګپوړي چارواکي د افغانستان نه د بهرنیو اتباعو او خطر سره مخ افغانانو د راایستلو او سخت دریزو ډلو د کنټرول په هکله خبرې وشي. طالبانو په لومړنۍ موضوع کې نرمښت ښودلی خو په دویمې کې د واشنګټن سره یوه خوله ندي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د موضوع په هکله د اې پي خبري اژانس ته وویل، "مونږ په یوزاې توګه د داعش خلاف مبارزه کولی شو. "

دا د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی لومړی ځل دی چې امریکایي چارواکي د هغوي سره ګوري.

سره لدې چې د افغانستان مخکني حکومت او طالبانو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د داعش –خراسان څانګې په خلاف ګڼ عملیات وکړل او دا ډله یې وځپله خو پدې تیرو څو میاشتو کې دې سخت دریزه ډلې څو غټې چاودنې وکړلې.

تر ټولو ستر برید یې تیره ورځ په کندز کې د اهل تشیع په جومات کې ځانمرګی برید و چې څه باندې ۱۰۰ تنه پکې مړه او ټپي شول.

داعش-خراسان ډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د ننګرهار په ولایت کې راپیدا شوه. دا ډله نه یوازې د طالبانو بلکې د متحده ایالاتو لپاره هم خطر ده.

جګپوړي امریکایي چارواکي پداسې وخت کې د طالبانو د استازو سره ګوري چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ونډي شرمن په اسلام آباد کې د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په هکله خبرې کړي.

ویل کیږي چې پاکستاني چارواکو د امریکا نه غوښتي چې د طالبانو سره دې خبرې وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنې دې خلاصه کړي.


XS
SM
MD
LG