د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیلولو ته زمینه برابره شوې ده


د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیلولو ته زمینه برابره شوې او په خبره یې دوی د دغه پروژې امنیت ته ژمن دي.

د یاد وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وفا حاجیف سره تر لیدنې وروسته په هرات ولایت کې خبریالانو ته ویلي چې هغوی د دغه پروژې د عملي چارو پیلولو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي دلاور زیاته کړې: "د هغه د امنیت نیولو په اړه، موږ ډاډ ورکړ اوس مهال شرایط برابر شوي دي چې د دغه پروژې کار پيل شي. موږ همدارنګه په لنډ وخت کې د ټاپي پایپ لاین تیرېدو په مسیر کې د شخصي ځمکو د استملاک ستونزه هم په شفاف ډول هوارو."

د ټاپي پروژې کار په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان په هرات ولایت کې پرانیستل شو، خو د امنیتي ستونزو له امله د دغه پروژې کار نه و پيل شوی.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه ناوخته ویلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دغه وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدنه کې ویلي چې د افغانستان په خاوره کې به د تاپي پروژې کار د ۲۰۲۲ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې پيل شي.

وفا حجیف هم په دغه لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان د ګډ کار پر پیلولو ټینګار کړی دی.

دا په تیرو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د ترکمنستاني چارواکو دوهم سفر دی چې کابل کې له طالب چارواکو سره د ڼاپي پروژې د خبرو په اړه تر سره کیږي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۰مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو ترکمنستاني پلاوي کابل ته د سفر په ترڅ کې ویلي و چې د ټاپي پروژې د بشپړېدو لپاره پنځه میلیارده ډالر نور لګوي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ارشید مرادوف د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد یعقوب اخند سره لیدنه کې د دواړو هیوادونو د پولو امنیت په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې د امنیت په اړه خبرې کړي وې.

طالب چارواکي وايي چې د دواړو هیوادونو د زیربنايي پروژې د امنیت نیولو هڅې کوي او په خبره یې اوس مهال تر بل هر وخت د دغه پروژ د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده.

د ټاپي پایپ‌لاین، چې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري، ۷۳۶ کیلومتره یې د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیریږي، چې دغه هیواد به د پروژې د ترانزیت له درکه هرکال څه باندې ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ولري.

د دې پروژې مجموعي لګښت اووه عشاریه شپږ میلیارد ډالره اټکل شوی دی، چې د ډیرې برخې لګښت یې ترکمنستان په غاړه لري او همدا شان دغه هیواد په دې پروژه کې ۸۵ فیصده او افغانستان، پاکستان او هندوستان پنځه، پنځه فیصده ونډه لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هیواد به د دې پروژې له بشپړیدو وروسته، په لومړیو لسو کلونو کې له ترکمنستان څخه ۵۰۰ زره مترمکعب ګاز وارد کړي او په دیرشو کلونو کې به، د ګازو د واردولو کچه یو نیم میلیارد مترمکعبو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG