د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې د تیزو بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی


عکس:ارشیف - افغانستان کې وروستي سیلابونه
عکس:ارشیف - افغانستان کې وروستي سیلابونه

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي‌ چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو دوو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سختو بارانونو او د سیلابونو د راوتلو امکان شته دی.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي‌ چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې د شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۶) په اکس پاڼه کې ویلي چې په پروان،‌ کابل،‌ میدان وردګ،‌ ننګرهار،‌ بامیان او سمنګان ولایتونو کې د نسبتاً تیز باران، تالنده بریښنا او سیلابونو د پیښیدو اټکل کیږي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په یادو ولایتونو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې د بارانونو اټکل شوی دی.

د ترانسپورت او هوايي‌ چلند وزارت ویلي‌ چې په دغو ولایتونو کې د غبرګولي په ۲۶مه او ۲۷مه د تیزو بارانونو امکان شته دی او له امله به یې سیلابونه راووځي.

خو دغه وزارت د یادو ولایتونو اوسیدونکو ته د خوندیتوب په تړاو سپارښتنې نه دي کړي.

د تیزو بارانونو او سیلابونو د راوتلو په اړه دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې ټاکل شوې په افغانستان کې د دوشنبې په ورځ لوی اختر ولمانځل شي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ځپل شویو کورنیو سره د خواخوږي څرګندولو سربیره له سوداګرو او شتمنو کسانو څخه غوښتي چې سیلاب ځپلو او له ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري ډول ستنو شویو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.

د روان عیسوي کال په مۍ کې په افغانستان کې خونړیو او ویجاړوونکو‌ سیلابونو سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله او درانه مالي‌ زیانونه واړول.

د طالبانو د چارواکو په وینا په دغو سیلابونو کې د کرنیزو ځمکو، ښوونځیو،‌ کلینیکونو او لویو لارو په ګډون زیات شمیر عامه تاسیسات هم ویجاړ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG