د لاس رسي وړ اتصالات

چای څښل د انسان عمر اوږدوي - څېړنه


یوې تازه څېړنې موندلې ده چې چای روغتیا ته ګټه لري او هغه خلک چې چای څښي د نورو په پرتله چې چای نه څښي، ښايي اوږد ژوند وکړي.

په چای کې داسې ګټور مواد شته چې د انسان په بدن کې د التهاب مخنیوی کوي. په چین او جاپان کې د تر سره شویو پخوانیو څېړنو د شنو چایو ګټې په ګوته کړې وې. خو دا نوې څېړنه ښيي چې تور چای هم ورته ګټې لري.

په دې څېړنه کې د متحده ایالتونو د سرطان ملي انستیتیوت ساینسپوهانو په بریتانیا کې نږدې نیم میلیون کسان پوښتلي او بیا یې د هغوی د چای څښلو د عادت په اړه د ۱۴ کلونو دپاره څارلي دي.

څېړنې موندلې چې د ورځې دوه یا درې پیالې چای د پام وړ ګټې لري او په خلکو کې د مختلفو لاملونو په وجه د مړینې خطر د هغو انسانانو په پرتله چې چای نه څښي، د ۹ څخه تر ۱۳ سلنې راټيټوي.

دې څېړنې، چې پایلې یې پرون دوشنبې ۲۹ اګست (وږي پنځمه) د اینالز د داخله درملو په ژورنال کې خپرې شوې، د زړه د ناروغیو په برخه کې د چای څښلو اغېزمنتیا په ګوته کړې ده خو د سرطان له آمله د مړینې په برخه کې معلومات ندی تر لاسه شوی.

که څه هم د خلکو د عادتونو او روغتیا پر اساس دا ډول څېړنې د مړینې لامل او اغېزې په دقیقه توګه نشي تابتولای خو د د نیویارک په پوهنتون کې د خوړو د مطالعاتو پروفیسور ماریون نیسلي وايي، دا ډول مشاهدې تل دا پوښتنه راولاړوي چې آیا کوم لاملونه دي چې چای څښل د انسانانو د روغتیا سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه: "زما چای خوښیږي. چای څښل ښه دي. خو پدې برخه کې محتاط تعبیر ښه نظر دی".

ددې څېړنې تنظیموونکې اینو چوای وايي، داسې شواهد نشته چې خلکو ته د چای څښلو د عادت د بدلولو مشوره ورکړي.

هغې وویل: "که تاسو په ورځ کې یو پیاله چای څښی، زه فکر کوم چې دا ښه دي. د خپلې ورځنۍ چای له پیالې څخه خوند واخلئ".

XS
SM
MD
LG