د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې مرستندویانو له زلزلې ۱۱ ورځې وروسته درې تنه ژوندي وژغورل


د ترکیې دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) راپور ورکړ چې په دغه هیواد کې ژغورونکو د خونړۍ زلزلې څخه ۱۱ ورځې وروسته د یو تنکي ځوان په ګډون درې تنه د یوې نړیدلې ودانۍ له کنډوالو څخه ژوندي را ایستلي دي.

۱۴ کلن عثمان حلبیه وروسته له هغه چې د ژغورونکو لخوا د خاورو او کنډوالو لاندې وایستل شو د انتاکیا په سیمه کې یو روغتون ته انتقال شو.

د ترکیې انادولو خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې ۱۴ کلن ماشوم له را ایستلو وروسته دوه نور سړي - ۲۶ کلن محمد علي ساقیروغلو او ۳۳ کلن اوجي - د همدې ودانۍ له کنډوالو څخه ژغورل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ۳۳ کلن اوجي له ژغورلو وروسته خپل تازه زیږیدلی ماشوم چې د هغه له والدینو سره و، په تلیفون کې ولید.

د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې ژغورونکو له زلزلې لس ورځې وروسته یوه ۱۷ کلنه نجلۍ هم له ویجاړیو او کنډوالو څخه راوایستله.

د فبرورۍ په شپږمه د ترکيې جنوب ختيځې سيمې او د سوريې شمالي سيمې د رېختر په کچه د ۷.۸ او ۷.۵ درجو دوو زلزلو ولړزولې، چې له امله يې شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

په ترکیه کې د ژغورنې هڅې په داسې حال کې دوام لري چې په دې هیواد کې د ساختماني قوانینو د نه پلي کیدو په اړه انتقادونه مخ په زیاتیدو دي. د فبرورۍ په شپږمه د دوو زلزلو په پایله کې زرګونه ودانۍ نړېدلې دي؛ هغه وضعیت چې د ژغورنې ډلې یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

تر اوسه په ترکیې او سوریه کې د زلزلې له امله د څه باندې ۴۱ زرو کسانو وژل کیدل تائید شوي دي. په ترکیه کې دغو خونړیو او ویجاړونکو زلزلو سلګونه زره کسان بې کوره او بې ځایه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې په ترکیه او سوریه کې وژونکې او ویجاړونکې زلزلې نږدې ۲۶ میلیونه وګړي متاثر کړي دي. دغه سازمان ویلي چې د فبرورۍ د شپږمې نیټې زلزلې په ترکیه کې په ۱۵ میلیونه او د سوریې په جګړه ځپلي هیواد کې په ۱۱ میلیونه کسانو ناوړه اغیز کړی دی.

د دغه سازمان په وینا پدې ترڅ کې له پنځو میلیونو ډېر کسان، چې په کې ۳۵۰ زره بوډاګان او ۱،۴ میلیونه ماشومان شامل دي، په ځانګړې توګه له ګواښ سره مخامخ دي.

ترکیه په ځانګړې توګه د ترکیې او سوریې ترمنځ سرحدي سیمه په نړۍ کې د زلزلې رامنځته کیدونکو سیمو په کتار کې ځای لري. دا په ترکیه کې د ۱۹۳۹ کال له زلزلې وروسته تر ټولو خونړۍ زلزله وه چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۳۳ زره کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG