د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د درملو "قاچاق۱۰٪" کم شوی دی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د پروسږ کال په پرتله افغانستان ته د درملو په قاچاق کې لس فیصده کموالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې یوازې لس فیصده درمل په افغانستان کې تولیدي او پاتې نوره له بهرنیو ملکونو څخه واردیږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د یکشنبه په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل د افغانستان د اړتیا وړ درمل له ګاونډیو هیوادونو څخه دغه هیواد ته واردیږي.

هغه وویل د افغانستان د اړتیا وړ دوا ۴۵ فیصده له پاکستان، ۲۰-۲۵ فیصده له هند، ۱۰-۱۵ فیصده له ایران او پاتې نوره له چین، کوریا او بنګله دیش هیوادونو څخه ورادیږي.

"تیر کال شمیرو ښودله چې زموږ څلویښت فیصده دوا د قاچاق له لارې ورادیږي،زموږ تدابیرو دا شمیره لږه کړه خو موږ اوس هم دا منو چې له ۲۵-۳۰ فیصده دوا په قاچاق ډول افغانستان ته واردیږي د دوا قاچاق دوه لامله لري یو دا چې له افغانستانه بهر بې کیفیته دوا جوړوي او په ارزانه یې خرڅوي دوهم ډول قاچاقي دوا بې کیفیته نده کومه یوه چې برنډ دوا راځي خو زموږ په دوایي سیستم کې برنډ دوا جواز نلري".

د روغتیا وزارت د شمیر له مخې افغانستان په کال کې نیږدې یو میلیارد ډالره دوا واردوي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې ۱۵ زره قلمه دوا خرڅیږي چې ځینې اقلام پکې اضافه او بې ګټې دي.

افغان حکومت د دوایي سکتور د تنظیم او د قاچاق د مخنیوي لپاره د ځنځیري درملتونونو طرحه جوړه کړې ده.

عامې روغتیا وزارت وایي د دوا د قاچاق د کنترول په موخه یې له ۱۱۹۳ وارداتي کمپنیو څخه ۸۱۷ کمپنۍ تور لست ته اچولي دي.

د عامې روغتیا د چارواکو پر وینا دا مهال افغانستان ۱۳ زره درملتونونه لري چې یوازې څلور زره فارمسستان او مسلکي خلک پکې کار کوي.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروز زیاته کړه د یادو درملتونونو د کنترول لپاره افغان حکومت د ځنځیري درملتونونو طرحه جوړه کړې ده چې له مخې به یې په ټاکلي وخت کې پنځه سوه درملتونونه تر څار لاندې راځي.

XS
SM
MD
LG