د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې د ښوونځیو سلګونه زده کوونکي مسموم شوي


د پوهنې وزارت د وینا له مخې د پروان په ولایت کې د انجونو او هلکانو په ښوونځیو کې مسمومیت لیدل شوی دی.
د پوهنې وزارت د وینا له مخې د پروان په ولایت کې د انجونو او هلکانو په ښوونځیو کې مسمومیت لیدل شوی دی.

په پروان ولایت کې د روغتیا او د پوهنې مسؤلین وايي، چې نن ددغه ولایت د سیند د اوبو د مکروبي کېدو له امله په سلګونو زده کوونکي مسموم شوي دي.

د پروان د عامې روغتیا رئيس عبدالخلیل مصدق امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې د جبل السراج په ولسوالۍ کېد انجونو د دوو ښوونځیو زده کوونکې هم مسمومې شوې دي.

ښاغلي مصدق وویل "په مجموع کې ۱۱۳ زده کوونکې مسموم شوې وې، د نورو ټولو درملنه وشوه یوازې اووه لا هم په روغتون کې پاتې دي".

بل لورته د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس محمد کبیر حقمل امریکا غږ اشنا راډیو ته، چې په جبل السراج کې د زربیا په نوم ښوونځي کې دا مسمومیت زیات لیدل شوی دی.

ښاغلي حقمل وویل "له سیمې زمونږ همکاران مختلف ارقام لري، خو تر درې سوه زده کوونکو ته مسمومیت پیښ شوی وو ۱۱۷ یې روغتون ته لیږدول شوي وو".

ښاغلي حقمل وویل، د انجونو سربیره هلکان هم مسموم شوي دي.
محمد کبیر حقمل وویل په پروان کې ددې پیښې له امله ښوونځي نه وو تړل شوي او عادي درسي بهیر روان وو.

په سیمه کې یو شمیر اوسیدونکي ادعا کوي، چې ښايي د پنجشیر د سیند اوبه یو ډول مکروبي شوې وي او هر چا چې ددې سیند اوبه څښلي ورته مسمومیت پیدا شوی دی. او تراوسه د مسومیت اصلي لامل په ډاګه شوی نه دی.

د پروان د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې د مسموم شویو زده کوونکو د وینې بېلګې یې اخیستې او څېړنه یې پیل کړې ده.

تر پروان وړاندې تیره ورځ د کابل ښار د ۱۲ مې تعلیمي حوزې د احمد شاه بابا په مینه کې د دهکدې علم لیسې یو شمېر زده کوونکي مسموم شوي وو.

د پوهنې وزارت تېره ورځ وویل چې پدې پېښه کې زده کوونکو یو ډول بویناکه هواء تنفس کړې وه او له امله یې ۲۳ زده کوونکي او ۶ ښوونکي روغتون ته لیږدول شوي وو.

XS
SM
MD
LG