د لاس رسي وړ اتصالات

د طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر اختلافات حل شوي – سرچینه


افغان حکومت وايي چې د ۶۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د طالبانو له ډلې سره اختلافات حل شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې د پنجشنبې په ورځ جون نهمه (چنګاښ ۱۹) امریکا غږ ته وویل طالبانو یو نوی لست افغان حکومت ته سپارلی چې له مخې به یې نور طالب بندیان له زندانه خوشې شي.

سرچینې زیاته کړه: "موږ د هغو زړو پر ځای له نوي لسته نور کسان خوشې کوو".

ویل کېږي چې د طالبانو له خوا په سپارل شوي نوي لیست کې ۵۹۲ طالب بندیان شامل دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د چنګاښ په ۱۶مه وویل چې د طالبانو شاوخوا ۶۰۰ بندیان د حق‌العبدي ادعاو په اساس نه خوشې کېږي او دغه ډله باید د خپلو زندانیانو یو بل لست افغان حکومت ته وسپاري.

د دغې شورا ویاند جاوید فیصل وویل چې دغه شمیر کسان د غلاو، وژنو، فساد او قاچاق په جرم د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.

خو طالبانو افغان حکومت ته د نوي لست د سپارلو خبر رد کړی دی.

په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین امریکا غږ ته وویل: "د بندیانو کمېسیون ماته وویل چې تر اوسه داسې کوم تصمیم نه دی نیول شوی. حکومت په اصلي لست کې د ستونزو ادعاوې کړي، خو د دغو ادعاو د اثبات لپاره یې کوم سند نه دی وړاندې کړی".

دغه ۶۰۰ طالب بندیان د طالبانو په هغه ۵۰۰۰ کسیز لېست کې شامل دي چې د دوحې تر تړون وروسته یې افغان حکومت ته سپارلی و. افغان حکومت تر دامهاله ۴۰۱۹ طالب بندیان ازاد کړي دي.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې چې د تیرې فبرورۍ میاشتې پر۲۹مه لاسلیک شو له مخې یې باید د افغان حکومت له زندانانو څخه ۵۰۰۰ طالب بندیان او د طالبانو لخوا هم باید د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندي امنیتي او دفاعي سرتیري ازاد شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د معلوماتو په اساس د طالبانو له زندانونو څخه تر دامهاله د افغان حکومت ۷۰۸ تنه امنیتي او دفاعي سر تیري ازاد شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر دې مخکې ویلي چې په ازاد شوو کسان کې زیات یې په امنیتي او دفاعي سرتیرو پورې اړه نه لري.

XS
SM
MD
LG