د لاس رسي وړ اتصالات

ترهګر افغانستان کې د انټرنټ له لارې جلب او جذب کوي- ستانکزی


د افغانستان د ملي امنیت رئيس محمدمعصوم ستانکزی وايي، تروریستي ډلې خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه زیاته استفاده کوي.

ښاغلي ستانکزي، چې د پنجشنبې په ورځ 'د حوت نهمه د سرتیري ملي ورځ' په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله وویل، د تروریستي کړنو په شک په افغانستان کې له نیول شویو بهرنیو اتباعو څخه د ملي امنیت ریاست تحقیقات ښيي، چې تروریستي ډلو له ټولنیزو شبکو څخه په اسفادې ځوانان غولوي او خپلو لیکو ته یې جذبوي.

هغه وویل "د دې پر ځای چې د مجازي نړۍ له دغو شبکو څخه د انسانیت په ګټه کار واخیستل شي، د ورورولۍ، پرمختګ او انکشاف لپاره کار واخیستل شي، له دغو شبکو څخه نن تروریستان او هغه کسان چې د انسانیت پر ضد دي، زیاته استفاده کوي، له همدې امله ډيرې ویښتیا ته اړتیا ده، چې موږ ترې زیاته استفاده وکړو".

د افغانستان د ملي امنیت رئیس زیاته کړه، چې تروریستي ډلو د ځوانانو د غولولو لپاره د سیمې په کچه جالونه خواره کړي دي.

ښاغلي ستانکزي د ځوانانو پر افکارو باندې د تروریستي شبکو د نفوذ د مخنیوي لپاره له کورني چاپیریال څخه د مبارزې پرپیلیدو ټینګار وکړ.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په کچه د انټرنیټي خدمتونو د پراختیا په نتیجه کې، د افغان ځوانانو ترمنځ د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټر، وټس‌آپ، وایبر، انسټاګرام او ټیلیګرام کارولو دود زیات شوی دی.

په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه خلک ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې د کنټرول لپاره یې افغان حکومت سږکال د انټرنیتي جرمونو قانون جوړ او توشیح کړ.

سوله او جګړه

په دغو مراسمو کې د افغانستان د حکومت مشرانو ټینګار وکړ، چې افغان وسله‌وال ځواکونه د جګړې لپاره نه بلکې د سولې د راوستلو په موخه جنګیږي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وویل، چې د کابل پروسې په دویمه غونډه کې، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پلان وړاندیز، د افغان حکومت د کمزورۍ نه بلکې د قوت نښه ده.

ولسمشر غني افغان ځواکونو ته په خطاب وویل "که موږ پرون په شهامت او په جرات د سولې وړاندیز وړاندې کړ، ځکه چې تاسې د جنګ په میدان کې نه ده بایللې، ستاسې شهامت دا زمینه برابره کړه، چې د ملي وحدت حکومت په مطلق اعتبار د نفس او اعتبار په امنیتي او دفاعي سپیڅلو قواو باندې وکړی شي، چې د سولې راتلونکی پلان د قدرت له موقف څخه، نه د زاریو او زور له موقف څخه، مطرح کړي".

افغان حکومت پخوا له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره یو لړ شرایط درلودل، خو ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په دویمه غونډه کې وویل، چې له طالبانو سره له کوم شرط پرته خبرې کوي.

ولسمشر غني د سولې په مذاکراتو کې د افغان ځواکونو له قُربانیو پرته هر ډول سیاسي تدبیر بې‌ګټې وباله او زیاته یې کړه، چې افغانستان به د سیاست او جګړې په ډګرونو کې ګټونکی شي.

د افغانستان ولسمشر ټینګار وکړ، چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه د معاملې وړ نه دي او ډاډ یې څرګند کړ چې د سولې په بهیر کې به د ټولو ښځو له مدني حقونو څخه دفاع وکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې وویل، چې د افغانستان مطلق اکثریت د سولې غوښتونکی دی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په سختو شرایطو کې د سولې د ټینګښت لپاره جګړه کوي.

ښاغلي عبدالله وویل "دا جګړه د جګړې لپاره نه ده، داسې جګړه ده چې پر موږ تحمیل شوې ده او دفاع خپل مسؤلیت ګنو او یقین لرو انشا‌الله چې په دغه ملک کې سوله تامین کیږي، سوله د خدای امر او د خلکو غوښتنه ده".

په دغو مراسمو کې افغان چارواکو له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هراړخیز ملاتړ ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دغو ځواکونو لپاره د آسانتیاو او تجهیزاتو د برابرولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د افغانستان ولسمشر د یو فرمان په ترڅ کې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ریاست د څه باندې شپږ نیم زرو وژل شوو منسوبینو له هرې کورنۍ سره د لس لس زره افغانیو او شاوخوا دیارلس زره ټپيانو سره د پنځه پنځه زره افغانیو د مرستې اعلان وکړ.

ښاغلي غني دغه راز، د افغانستان لوی درستیز جنرال شریف یفتلي ته د ستر جنرالۍ رتبه ورکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمیر نورو منسوبینو ته یې د ترفیع ترڅنګ په دنده کې د ښې وړتیا ښودلو له امله مډالونه هم ورکړل.

XS
SM
MD
LG