د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان د الیشنګ ولسوالي مرکز بلې سیمې ته انتقال شو ـ چارواکي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د لغمان الیشنګ ولسوالي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پکې سختې جګړې وشوې او له تېرو څو اونیو راهیسې د محاصرې په حالت کې وه یوې بلې سیمې «زوړ الیشنګ» ته انتقال شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي نن شنبه جولای لسمه (چنګاښ ۱۹) وویل: "د نظامي شورا د پریکړې له مخې د الیشنګ ولسوالۍ اوسنی موقیعت د لنډ وخت لپاره د یادې ولسوالۍ یو بل مناسب ځای ته تغیر وکړ."

دی وایي چې په سیمه کې اوس هم د ګډو قواوو لخوا عملیات روان دي او ډېرې سیمې یې له طالبانو پاکې کړې دي.

لغمان ولایت نظامي شورا هم په دې اړه ویلي: "پر وخت ولسوالۍ ته د پرسونل او حمایي درسیدنې، په اسانۍ د ولسونو لاس رسی، او دوی ته د هر اړخیزو خدماتو د رسیدو په موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو درهبرۍ او د لغمان د نظامي شورا د پریکړې له مخې د الیشنګ ولسوالۍ اوسنی موقیعت د لنډ وخت لپاره دیادې ولسوالۍ یوه بل مناسب ځای ته تغیر وکړ چې د هر اړخیز وضعیت د ارزونې وروسته به دوباره خپل اصلي مسیر ته ولاړه شي."

د لغمان د ولایتي شورا رئیس عتیق الرحمن عبد الرحیمزي امریکا غږ ته وویل چې الیشنګ ولسوالي له ډېر وخت راهیسې محاصره وه او تېره ورځ ګډو ځواکونو دغه محاصره ماته کړه او ولسوالي یې د موقت وخت لپاره زوړ الینشګ ته لېږدولې ده چې هلته د جګړې پر وخت ملکي خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي.

اوس مهال په الیشنګ ولسوالۍ کې د ګډو قواوو چې صفر دو ځواکونه هم پکې دي د طالبانو په ضد عملیات کوي او چارواکي وایي چې د اسلام اباد سیمې ته یې ځواکونه رسېدلي دي.

طالبانو ویلي چې الیشنګ ولسوالي یې نیولې ده.

XS
SM
MD
LG