د لاس رسي وړ اتصالات

'د پولیو کمپاین په ترڅ کې د څارونکو رول اړین دی'


په افغانستان کې د ګوزڼ واکسیناسیون کمپاین
په افغانستان کې د ګوزڼ واکسیناسیون کمپاین

د پولیو واکسین په بهیر کې د څارونکو (سوپروایزرانو) رول خورا مهم دی او د دوی شتون د واکسیناتوران کار ته لاره هواروي.


د پولیو کمپاین یو سوپروایزر، فاروق چې له کلونه راهیسې د ګوزڼ د واکسین په برخه کې کار کوي او له تېرو څو کالو راهیسې د سوپروایزر په توګه دنده ترسره کوي، امریکا غږ ته وویلې چې د دوی دنده څه ده او په یاده پروسه کې له کمپاین وړاندې کوم کارونه ترسره کوي؟


نوموړي وویل: «زموږ د ټولنې ډیری وګړي بې تعلیمه دي او اکثریت یې د واکسینو په اړوند نه پوهېږي، نو په همدې خاطر مونږ مخکې له هر کمپاینه ګرځو او خلکو ته عامه پوهاوی ورکوو ترڅو هغه کورنۍ چې له واکسینه انکار کوي یا د رضاکاران له لارې او یا مونږ خپله هغوی ته له کمپاینه مخکې قناعت ورکو او د واکسینو اړوند کومې ګټې چې دي هغوی ته یې وایو. د بسیج (موبلایزېشن) په مرحله کې بیا زمونږ یو له عمده دندو څخه د رضاکارانو روزنه (ټریننګ) ده چې هغوی هرڅه ته اماده شي.»


نوموړی همدا راز زیاتوي، چې دوی د ګوزڼ واکسین د کمپاین په ورځو کې به د رضاکارانو ټولې چارې څاري او د ستونزه په صورت کې ورته د حل لارې لټوي.


د ښاغلي فاروق خان په خبره، د کمپاین پر مهال د دوی موجودیت د ګوزڼ واکسین کمپاینونه له لاسته راوړنو ډک کړي، ځکه کوم څه چې دوی ته د مسلکي روغتیا پالانو لخوا په ورکشاپونو کې ښودل کېږي، هغه په ډیر دقیق ډول رضاکارنو سره شریک کیږي او په اساس یې هر کور ته په ښه توګه رسېدنه کیږي.


نوموړي زیاته کړه، د سوپروایزر دنده دا ده چې د واکسین تطبیق څخه وروسته د کورونو ویزت کوي، او هلته ګوري چې ایا رضاکاران په ورکړل شوي پلان او نقشې سم روان دي، ماشومانو ته واکسین شوی، د ماشومانو ګوتې مارک (رنګ) شوي او ورسره کورنیو ته لازم معلومات ورکړل شوي که نه.


دی وایي هر کمپاین څلور ورځې وي خو کوم ماشومان چې په لومړیو ورځو کې له واکسین کولو پاتې شي سوپروایزران یې کورونو ته ورځي او د کورنۍ له مشرانو سره یې ګوري.


د فاروق په وینا په دې توګه هیڅ ماشوم د واکسین کولو نه پاتې کېږي خو بیا هم که کوم یو پاتې شي له کمپاین وروسته سم له واره درې ورځې رضاکاران په خپلو سیمو کې ګرځي او بیا ورته واکسین تطبیق کوي.


نوموړي وویل: "هر کمپاین پنځه ورځې دی، یوه ورځ یې ټریننګ او څلور ورځې نور یې بیا کمپاین دی. که د کمپاین په دوران کې کوم ماشوم غېر حاضر وي، په سبا یې راځو او هغه غیر حاضر ماشوم واکسینوو، که بیا حاضر نه ؤ نو بله ورځ راځو او همدغه شان دا درې ورځې تکراروو. ګه څلورمه ورځ بیا غېر حاضر وي نو بیا یې د جمعې ورځ باندې لټوو."


د نوموړي په وینا، په ټول افغانستان کې کمپاین د دوشنبې په ورځ پیلیږي او څلور ورځې دوام کوي او د جمعې په ورځ بیا مونږ د غېر حاضرو پسې ګرځو. که چیرته ماشومان په ټول کمپاین کې غیر حاضر نه وي، بیا مونږ دوی ته یو بل تعقیبی درې ورځنی کمپاین لرو چې "Big Catch-up" نومیږي او هغه کې یې واکسیونوو."


هغه په خپلو خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې له دې امله کارونه اسانه شوي چې ټولو سیمو کې امنیت دی او رسېدنه ورته کولی شي .

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG