د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې په افغان ښځو باندې د طالبانو تازه محدودیتونه وغندل


په افغان ښځو باندې د طالبانو حکومت تازه محدودیتونو ته د غبرګونونو په دوام اروپايي ټولنې هم هغه غندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت تیره اونۍ عامه پارکونو ته د ښځو په تګ د بندیزو ترڅنګ، ښځې له ورزشي کلبونو او حمامونو څخه هم بندې کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو کمېسیون ویاند پیتر ستانو، د دوشنبې په ورځ ناوخته نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د حقوقو د نقض دوام د هغوی د لومړیو ژمنو خلاف بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د څه باندې یو کال راپدېخوا د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د محدودیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

د دغو محدودیتونو په دوام د څه باندې یو کال په تېرېدو سره لا هم په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي نه دي پرانیستل شوي. اروپايي ټولنې له طالب چارواکو څخه غوښتي چې د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول بشري حقونو، د کډوالۍ حقونو او او کډوالۍ حقوقو ته احترام وکړي.

په دې وروستیو کې د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري هم پر افغان مېرمنو د طالبانو د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې دوام به یې په افغانستان کې د فقر، بې ثباتۍ او خلکو د تېښتې زیاتوالي لامل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم یادو محدودیتونو په غبرګون کې ویلي و چې عامه پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز د هغوی پر حقوقو یو بل ګوزار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو تازه تفریحي پارکونو ته د میرمنو په ورتګ د بندیز وروسته تیره پنجشنبه نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) ورزشي کلبونو یا جیمونو ته هم د ښځو په تګ د بندیز اعلان وکړ.

د دې وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ویلي چې طالبانو په تیرو ۱۵ میاشتو کې تر خپلې وسې کوښښ وکړ چې د میرمنو لپاره پارکونه او جیمونه بند نکړي خو زیاتوي چې خلکو د میرمنو او سړیو تر منځ د جلا والي لپاره د صادرو شویو حکمونو پروا نکوله او میرمنو هم هغه شان حجاب نه مراعت کاوه چې ورته امر شوی و.

تر دې مخکې د ښځو د ملاتو یو شمېر نورو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو حکومت د سیاستونو په اړه اندېښنې ښودلي دي. خو طالبانو بیا ویلي چې د شریعت له مخې د ښځو ټولو حقوقو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG