د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه کړي


طالب چارواکو د افغانستان په لسو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان شوی دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم د چهارشنبې په ورځ مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) خبریالانو ته وویل چې تر دا مهاله په دغو ولایتونو کې د دوو تنو لادرکه کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

ښاغلي مسلم همدارنګه وویل چې دغو سېلابونو لسګونه څاروي مړه کړي او همدارنګه یې سلګونه جریبه زراعتي ځمکه هم له منځه وړې ده. همدارنګه ویلي چې د یادو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۰۰ د هستوګنې کورونه هم تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړې دغه سېلابونه تر ډېره په بدخشان، هرات، هلمند، بادغیس، تخار، فاریاب، پروان، میدان او کندز ولایتونو کې راوتلي دي.دغه طالب چارواکي وویل چې د الومړني ارقام دي او کېدایشي د سېلابونو له امله د مړو شمېر نور هم زیات شي.

ویل کېږي چې ژغورونکي ډلې سیمې ته رسېدلې دي او د زیانمنو شویو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

په پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د دوی په خبره دغه سېلابونه تیره ورځ ناوخته تر سخت باران وروسته د یاد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې را وتلي چې زیات قربانیان یې ماشومان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د سېلابونو له امله د شینوارو ولسوالۍ د عمومي سړک زیاتې برخې تخریب شوي او طالبان تر دا مهال د سړک په خلاصولو او رغولو نه دي توانېدلي.

نن او سبا د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د بارانونو اټکل

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې روانه اونۍ د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو را وتلو خبر ورکړی و.

په دغه ولایتونو کې بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنگان، بغلان، تخار، کندز، بدخشان، بامیان، دایکندي، غزني، میدان وردګ، پروان، پنجشیر، کاپیسا، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او سالنګونه شامل دي.

د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې ویلي چې په ځينو سیمو کې به د ورښت کچه له (۲۰ نه تر ۶۰) ملی متر پوري وي.

XS
SM
MD
LG