د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اسرائیل د مشرانو د نیولو په اړه د هاګ د محکمې غوښتنه قهر پاروونکې وبلله


سپینه ماڼۍ وايي چې د هاګ محکمې دا غوښتنه قهر پاروونکې ده
سپینه ماڼۍ وايي چې د هاګ محکمې دا غوښتنه قهر پاروونکې ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د نړیوالو جرمونو د محکمې د مشر څارنوال هغه غوښتنه قهر پاروونکې وبلله چې په کې د غزې د جګړې له کبله د اسرائیل د صدراعظم او نورو پوځي مشرانو د نیولو د حکم صادرولو غوښتنه شوې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې مشر څارنوال کریم خان نن دوشنبه مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) په یوې اعلامیې کې وویل چې د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو، د هغه ددفاع وزیر یواف ګالنت او د حماس ډلې درې مشران یحی سنوار، محمد ضعیف او اسماعیل هنیه په غزې او اسرائیل کې د جنګي جنایتو او بشر په ضد جنایتونو مسئول دي.

خو سپینې ماڼۍ د هاګ د څارنوال دا غوښتنه «قهر پاروونکې» بللې ده. په اعلامیې کې د ولسمشر بایډن له خولې لیکل شوي: «اجازه راکړئ چې څرګند یې ووایم، څارنوال چې هر څه ته ګوته نیسي، اسرائیل او حماس ترمنځ برابري نه شته -هېڅ-. موږ به تل د اسرائیل د امنیت په ضد خطرونو په وړاندې د هغه ترڅنګ ولاړ یو.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم دا غوښتنه غندلې ده. د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي: «موږ د حماس او اسرائیل ترمنځ د څارنوال پرتله غندو. دا شرموونکې ده. حماس یو ظالم ترهګر سازمان دی چې د هالوګاست راپدیخوا یې د یهودانو تر ټولو بده عامه وژنه کړې او لا هم د امریکايانو په ګډون لسګونه بې ګناه کسان یې یرغمل کړي دي.»

په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې دا پرېکړه د اوربند په اړه روانې هڅې له خطر سره مخامخ کوي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا تقریبآ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل. په غزې کې د روغتیا مسئولین وایي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې څه باندې ۳۵۰۰۰ فلسطینیان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

د هاګ څارنوال کریم خان په یوې اعلامیې کې د اسرائیل په اړه ویلي دي: «د ولسي خلکو په ضد د جګړې د وسیلې په توګه د قحطۍ کارول (راوستل)، نور بریدونه او ډله ایزه سزا ورکوونه سخت او په لویه کچه پېژندل شوي... په دوی کې سوء تغذیه، د اوبو کموالی، عمیق رنځ، د نوي زېږېدلیو او نورو ماشومانو او ښځو په ګډون د فلسطین د خلکو ډېره مړینه شامل دي.»

نوموړي همدغه راز په دې اعلامیې کې د حماس د اکتوبر اوومې نېټې د بریدونو په اړه ویلي دي چې هغه په خپله «د دغو بریدونو ویجاړونکې شېبې او د غیر وجداني جنایاتو ژورې اغیزې چې په ننيو وړاندیزونو کې مطرح شوي» لیدلي دي.

هغه چې د بریدونو د پاتې شویو سره یې په خبرو کې معلومه کړې « چې څنګه د یوې کورنۍ عشق او له اولاد سره د میندو او پلرونو مینه د دغه سنجول شوي ظلم او بې عاطفکۍ له لارې» ړنګه شوې او «یو ژور درد، چې نه درک کېږي» ایجاد کړی دی. کریم خان وویل: «دا کړنې حساب او کتاب غواړي.»

د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو د جرمونو د نړیوالې محکمې دا غوښتنه «تاریخي» قهر پاروونکې یاده کړې ده.

هغه وویل: «تاسو باید دا خبره واورئ چې باور مو وشي. په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه د جنګي مجرمینو په توګه د اسرائیل د حکومت او پوځي لوړ پوړیو مقاماتو د نیولو په اړه د حکم په خپرولو غور کوي.» هغه دا د تاریخي پېښو او ابعادو په اړه «قهر پاروونکې» وباله.

د بشري حقونو څار ډلې وايي چې د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړې الزامي نه دي، خو اخلاقي‌او حقوقي وزن لري چې بالاخره به په نړیوالو قوانینو کې ثبت شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG