د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: د ټرمپ تگلاره لکه مسعود چې په خپل گور کې جوړه کړې وي


amrullah saleh
amrullah saleh

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشاور او سیاستمدار امرالله صالح په هندي خپرونې 'دې انډین ایکسپرس' کې یوه مقاله لیکلي ده چې یې پکې د ټرمپ د افغانستان لپاره تگلاره ستایلي ده او وایي چې د ټرمپ په پالیسۍ کې شپږ ټکې ډیر مهم دي.

ښاغلی صالح په دغې مقالې کې لیکي چې په دغه تگلارې کې دا منل شویده چې پاکستان په افغانستان کې یو ډیر تباهکونکی رول لوبوي، پاکستان په خپله خاوره ترهگر ساتي او دا چی دغې مسله په دپلوماتیکه توگه حل شي.

د انډین ایکسپریس په مقالې کې لیکل شوي چې امریکا پخوا د پاکستان په هکله داسې څرگنده خبره نه وه کړي او وایي چې امریکا چې د نړۍ د ترټولو قدرتمند هېواد دی باید د خپلو خبرو نه په شا نه شي، تر څو اسلام اباد دیته مجبوره کړي چې د هغوي پوځ او استخباراتي ادارې د ترهگرو د ملاتړ نه لاس واخلي.

مقاله لیکي چې د ټرمپ د تگلارې دوهم مهم ټکې دا دی چې هند یې د افغانستان د اقتصادي او امنیتي پرمختگ لپاره د یو ستراتیجک ملگري په توگه معرفي کړیدی. امریکا په تیرو ۴٠ کلونو کې هند ته د یو متحد په توگه نه و کتلي.

مقاله زیاتوي چې دریم مهم ټکې یې دا دی چې افغان عسکر به د خپا هېواد د دفاع په برخه کې مرکزي رول لوبوي او څلورم مهم ټکې یې دا دی چې امریکا د افغانستان د ټولنې هویت او څرنگولې د بدلولو هڅه نه کوي. ټرمپ دا مني چې افغانان باید په خپله د خپلې ټولنې تنوع ته په کتو د خپلې ټولنې مسایل حل کړي..

مقاله زیاتوي چې د ټرمپ د افغانستان لپاره د پالیسۍ پنځم مهم ټکې په افغانستان کې امریکایي قوماندان جنرال نیکولسن ته د فیصلو کولو لپاره د زیات واک ورسپارل دی او هغه به اوس د هرې خبرې لپاره د واشنگټن نه پوښتنه نه کوي.

هم دغه شان مقاله لیکي چې د پالیسۍ شپږم مهم ټکی طالبانو ته د مذاکراتو لار خلاصه پریښودل دي.

امرالله صالح په دغې مقالې کې لیکي چې هغه د یو افغان په حیث د ټرمپ د تگلارې ملاتړی دی او د دغې د کامیابۍ لپاره به خپله برخه رول لوبوي. هغه لیکي چې ځکه یې ملاتړ کوي چې دغه ستراتیژي د هغه د سیاسي مشر احمد شا مسعود د نظر تائیدوي

صالح لیکي چې وایي چې نن ماته دا احساس وشو لکه چې زما ځیرک سیاسي مشر د خپل قبر نه حکومت کوي.

XS
SM
MD
LG